چارواکی: طالبانو د کندهار په سپین‎بولدک کې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی

د تېرې شنبې ورځې راهیسې وسله‎والو طالبانو د کندهار په سپین‎بولدک ولسوالۍ کې ماشومانو ته د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست یو چارواکی چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو پر واکسین د بندیز د لیرې کولو لپاره دوه غوښتنې وړاندې کړي.

په دغو غوښتنو کې د واکسین د پروسې د یو شمېر رضاکارانو لیرې کول او پر ځای یې د دوی د کسانو ګمارل شامل دي.

چارواکي وايي چې وسله‎والو طالبانو دغه‌راز د پولیو په پروګرام کې د یو شمېر مسؤلینو د لیرې کولو غوښتنه هم کړې چې په وینا يې ګواکې د حکومت سره د طالبانو معلومات شریکوي.

دغه سیمه چې د پولیو د کارکوونکو فعالیت په‌کې درېدلی د دولت تر کنټرول لاندې سیمه ده او هغه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته داخلېږي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.