په افغانستان کې د انټرنیټي جرمونو قانون توشیح او نافذ شوی

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې دامهال په هېواد کې د انټرنیټي جرمونو قانون نافذ دی.

په ټولیزو رسنیو کې تعصبونو ته لمن وهل، د ملي ګټو پرضد خپرونې، د انټرنیټي حسابونو هک کول او د شخصي معلوماتو غلا هغه څه و چې په افغانستان کې د انټرنیټ له کارونې را په دېخوا افغانان ورسره لاس او ګرېوان و.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د دغو ستونزو د مخنیوي په هدف ولسمشر د انټرنیټي جرمونو قانون توشیح کړی او دا مهال نافذ دی.

د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دې وروسته که هر کس له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"پر دغه قانون باندې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کار روان و، د افغانستان عدلي او قضايي او امنیتي ارګانونو له انټر پول پولیسو سره په همغږۍ په دې قانون باندې کار شوي هغه څوک چې د انټرنیټي جرمونو ښکار کېږي او یا هم انټرنیټي جرم کوي شخص کولای شي محکمې ته عارض شي او خپله دعوه مخکې یوسي."

«له دې وروسته هرڅوک کولای شي خپل شکایت ثبت کړي»

د انټرنیټي جرمونو قانون چې په دې ورستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا توشیح شوی ۲۷ مادې لري.

په دغه قانون کې د حسانونو هک کول، قومي، مذهبي او سمتي تعصبونو ته لمن وهل، د ملي او شخصي ګټو پر ضد نشرات، د محرمو معلومات غلا کول جرم ګڼل شوی او تورن کس په سلګونو زرو افغانۍ نغدي جرمانې او کلونو بند محکوم کېدای شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو په اساس دمګړۍ په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک له انټرنیټ څخه استفاده کوي او په دې برخه کې اتیا تسهیل کوونکي شرکتونه فعالیت لري.

دا قانون په داسې مهال توشیح او نافذیږي چې په ټولیزو رسنیو کې د ملي او شخصي ګټو پر ضد نشرات زیات شوي چې دغې موضوع یو لړ انتقادونه هم راپارولي دي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو کارپوهان وايي، که د انټرنیټي جرمونو قانون پر ټولو یو ډول پلی شي، نو د ټولنیزو رسنیو په شبکو کې به د بې نظمیو مخه ونیول شي.

رنجبر:دغه قانون ته زیاته اړتیا وه.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر نجبر ازادي راډیو ته وویل:

"دغه قانون ته زیاته اړتیا وه، د انټرنیټ له لارې شخصیت وژنه وه، له اسنادو پرته تورنه و، له دې سره د ولسونو او قومونو ترمنځ لوی لوی ستونزې رامنځته کېدلې، په دې برخه کې لوی کار شوي او ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړو، څو دغه قانون په ښه شان پلی شي."

له بل لوري د ټکنالوژۍ د چارو کارپوه ایمل مرجان وايي اړتیا ده چې د انټرنیټي جرمونو د تثبیت لپاره سایبري پولیس هم رامنځته شي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون په پلي کېدو سره به منفي اعمال تریف شي او د مخنیوي لپاره به هر اړخیز اقدام وشي.

راپور: رحمت الله افغان