ازاد: «یې» پاکستان له افغان سولې سره رښتیني همکارۍ هڅولو ته ژمنه کړې

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د سفر پرمهال د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له افغان چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په دوام د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې د شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

ښاغلي وانګ يې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له لوړ پوړو افغان چارواکو سره د افغان سولې او د کابل او اسلام اباد د اړیکو د رغېدو په باب جلا جلا لیدنې وکړې.

که څه هم کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د راتګ په اړه ډیر جزئیات له رسنیو سره شریک شوي نه دي، خو د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چین به ټول توان به پر پاکستان فشار راوړي څو د افغان سولې او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزي په برخه کې رښتینې اقدامات وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تمه ده ډېر ژر پاکستان د چین د فشارونو له کبله د سولې او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي.

نجیب الله ازاد.

نوموړي زیاته کړه:
"بلې هو د دوی ژمنه دا ده چې دوی به په ټول توان کوښښ کوي چې د افغان سولې د ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او هڅې به یې نتیجه ورکړي."

په ورته وخت کې د امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي چې ښاغلي لي د افغان حکومت له هغې طرحې هم ملاتړ اعلان کړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې باید سیمه ییزه ستراتیژي رامنځته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې ولسمشر محمد اشرف د شانګهای د ناستې په څنډه کې د چین له ولسمشر سره په کتنه کې د افغان سولې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر ځینو هوکړو سلا شول.

تمه ده چې د چین په هڅو ډېر ژر د افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه ناسته ترسره شي.

که څه هم تر دې وړاندې هم د څلور هېوادونو ترمنځ پنځه څلور اړخیزې ناستې ترسره شوې وې خو افغان حکومت ویلي چې د پاکستان د نه همکارۍ له کبله دغو ناستو نتیجه ورنه کړه.

له دې ټولو سره ـ سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چین ځکه اوس پر پاکستان فشار ته زړه ښه کړی چې په سیمه کې افراطیت د پراختیا په حال کې دی.

د سیاسي چارو کارپوه حمید عزيزي هیله مندي ښي چې چین به د خپلو ګټو لپاره هم پاکستان دې ته اړه کړي چې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره عملي او جدي اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې په سیمه کې ایډیولیژیک فعالیتونه ورځ تربلې زیاتېږي او د داعش نفوذ هم په بېلابېلو هېوادونو کې د زیاتېدو په حال کې دی نو چین اندیښنه لري چې داعش د ایغور په مسلمانانو کې نفوذ کړي نو ځکه غواړي چې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر پاکستان فشار راوړي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره تر کتنې وروسته نن پاکستان ته ولاړ.

د سیاسي چارو کارپوه حمید عزیزي وايي، که چین واقعاً د زړه له تله پر پاکستان فشر راوړي نو د دې امکان شته چې پاکستان په افغانستان د کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي چې په دې ترتیب به تر ډېره بریده د افغانستان جګړه مهار شي.

راپور: محمد حدیث پردېس