ولسمشر غني: هغه خلک چې ګټې یې په خطر کې دي زیاتې چیغې وهي

افغان ولسمشر وايي، په حکومتدارۍ کې د بدلون راوستلو په برخه کې په هېواد کې منفي او مثبت غبرګونونه موجود دي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې په حکومتوالۍ کې د مثبت تغییر پر راوستو ټینګار کوي چې وايي، یو شمېر هغه کسان چې ګټې يې په خطر کې دي په وړاندې يې غبرګونونه ښيي.

محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د «ارګ او خلکو» په نامه جوړې شوې مناظرې ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې د پرمختګ لپاره پیاوړي ګامونه اخیستل شوي او باید په ښه ډول دوام ومومي.

نوموړي زیاته کړه:

"که ظرفیت غواړو خو باید بهترین خلک راولو او که مصلحت غواړو نو باید هغه خلک راولو چې واسطې ولري، تاسې! چې د تحول په مراحلو کې ډېر دخیل یاستئ، سهم ګیر واوسئ، هغه خلک چې خپلې ګټې په خطر کې ګوري زیاتې چیغې وهي او هغه خلک چې پوهېږي په راتلونکي کې يې ګټې خوندي کېږي، ارام دي."

که څه هم ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د چا نوم وانه‌خیست خو په دې وروستیو کې د ولسمشر او د هغه د کړنو او مدیریت په اړه بېلابېل اعتراضونه او انتقادونه وشول چې ان د استعفا غوښتنه‌یې وشوه.

محمد اشرف غني په خپلو څرګندونو کې وویل چې ټولنه په زور او استبداد مخکې نه‌ځي او د ملي یووالي لپاره باید واحد فکر موجود وي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"یوه ټولنه په زور پایداره نه‌شي پاتې کېدلی، په بحثونو او قناعت ورکولو سره همغږي پیدا کوي، دا اړینه ده چې فکر مو د ملي یووالي لپاره خلاص وي، تر کومه چې د یو فرد په توګه یو بل ونه‌منو زموږ ملي وحدت نه‌شي تأمینېدلی."

د ارګ او خلکو د مناظرې هدف چې نن په‌کې افغان ولسمشر دغه څرګندونې وکړې د ارګ مېشتو په وینا په حکومتدارۍ کې د بنسټیز بدلون راوستل دي.

دغه مناظره په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بیا په افغانستان کې وروستیو پېښو ته په کتو خبرداری ورکړی که افغان حکومت د حکومتدارۍ په بڼه کې بدلون رانه‌ولي ممکن دا هېواد له ناورین سره مخ شي چې کنټرول به‌يې سخت وي.

  • په افغانستان کې یوازې د روژې په میاشت کې رامنځته شوې خونړۍ پېښې

ځواک: لښکرګاه کې موټر بم چاودنې ۳۰ تنه وژلي له ۶۰ زیات‌یې ټپیان کړي

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

یاماموتو.

ښاغلي یاماموتو چې پرون‌يې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او دې مسئلې کورني سیاسي کړکېچونه لا زیات برملا کړي دي.

ده دا هم ویلي چې د سیاسي مشارکت د پراخولو او د شفافیت لپاره د ملي وحدت د حکومت له هڅو پرته به افغانستان له ماتېدونکي حالت سره مخامخ شي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، دولت باید د کارونو د ښه ترسره کېدو او ښې حکومتدارۍ په هدف د مسلکي او په کارپوه خلک په اداراتو کې په دندو وګماري تر څو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

د چارو کارپوه محمد ناصر شفیق وویل:

"حکومت د دندو په سپارلو کې باید هغه خلک په دندو وګماري چې هغه د افغانستان ملت ته د قومي، سمتي، ژبني او ګوندي تفرق طلبیو پرته ملت ته خدمت وکړي."

دغه سپارښتنې په داسې حال کېږي چې د افغان د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې ولسمشر هڅه کوي چې د کابینې لپاره داسې نوې څېرې معرفي کړي چې له هره اړخه وړې وي.

راپور: اکرام‌الله اکرام