بلخي: د افغانستان اوسنی وضعیت د بېرته راستېندونکو کډوالو لپاره مناسب نه دی

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د بېرته راستېندونکو کډوالو لپاره مناسب نه دی.

سید حسین عالمي بلخي چې د سې شنبې په ورځ يې د پنا غوښتونکو د نړیوالې ورځې د لمانځې په ویاړ په کابل کې په یوه غونډه کې خبرې کولې له مهاجر جذبونکو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دې د افغان کډوالو د اسنادو د څېړلو ترڅنګ د ډیپورټ په مسئله بیا کتنه وکړي.

سید حسین علمي بلخي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان کورني وضعیت ته د کډوالو جبري راتګ ته نه دی مناسب، اوسني ناامنه وضعیت ته په کتو له هغه هېوادونو هیله لرو چې کډوال جذبوي د ډیپورټ پر مسئله بیا کتنه وکړي."

ښاغلي بلخي هغه افغان کډوالو ته په اشارې چې له سویډنه په زور ویستل شوی وو وویل چې نوموړی د زنبق څلور لارې په پېښه کې ووژل شو.

د افغانستان د کډوالو چارو د وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال ۵ اعشاریه ۶ میلیونه افغان کډوال په نورو بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروې.

د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر په خبره ۲۴۷ زره افغان کډوال اوس مهال اروپايي تابیعت ترلاسه کړی او ۵۸۲ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د ده په خبره د روان میلادې کال له پیله تر دې دمه ۸۰۳ کډوال په خپله خوښه او ۳۷۹ نور په زوره له اروپايي هېوادونو څخه ویستل شوي او افغانستان ته راستول شوي دي.

ښاغلي بلخي همداراز وویل چې په افغانستان کې د ناامنۍ د پېښو په زیاتېدو د داخلي بېځایه شویو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی او په خبره يې که دې وضعیت ته پاملرنه ونه شي نو دوی هم کډوالۍ ته مخه کوي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې تر دې دمه په افغانستان کې د ناامنۍ له امله ۱۵۲ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

له بل خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازې فتیحه عبدالله د افغانستان د کډوالو په اړه وايي چې په ځانګړي ډول د جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو د ساتنې په اړه اندېښمنه ده.

نوموړې همدارنګه له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو ته په اشارې سره وویل:

"په ۲۰۱۷ میلادې کال کې شااوخوا ۳۳ زره افغان راستانه شوي کډوال د یواین اچ سې ار له مرستو څخه برخمن شوي چې په کې نغدي مرستې سرپنا او نور موارد شامل دي."

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي چې د ناامنیو ترڅنګ بېوزلۍ، اقتصادي ستونزې د افغانانو د کډوالۍ لامل شوي دي.

هغه ټینګار کوي چې باید په هېواد کې ستر اقتصادي پروګرامونه پلي شي ترڅو د کډوالۍ مخه ونیول شي.

راپور: اکرام الله اکرام