دفاع وزارت غواړي چې د خاصو او کومانډو ځواکونو شمېر زیات کړي

د افغانستان دفاع وزارت په جګړه کې د خاصو او کومانډو ځواکونو د مؤثریت د ستایلو ترڅنګ وايي چې دا ځواک شپه او ورځ عملیات کوي.

د دغه ځواک د مؤثریت له کبله د افغانستان دفاع وزارت غواړي چې شمېر یې زیات کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و، اوس د ټولو جنګي عملیاتو په سلو کې ۸۰ د ځانګړو ځواکونو په غاړه دي.

د روان لمریز کال په لومړیو کې ولسمشر اشرف غني وویل، د دې لپاره چې د خاصو ځواکونو هلو ځلو په جګړه کې ښه نتیجه ورکړې، په پام کې لري چې د دغه ځواک شمېر دوه برابره کړي.

افغان حکومت غواړي د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه چنده زیات کړي

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ځواک د شمېر د زیاتولو لپاره کار پیل شوی او اوسنۍ فرقه به قول اردو ته ارتقا وکړي.

جنرال وزیري تائید کړه چې د شپې اکثره عملیات د خاصې قطعې ځواکونه کوي.

وزیري د دغو ځواکونو په اړه همدا راز وویل:

وزیري: د شپې اکثره عملیات د خاصې قطعې ځواکونه کوي.

"کومانډو ځواکونه د وړتیا له مخې ډېر اوچت دي، دوی کولای شي چې په هر راز موسم کې په هر راز شرایطو او اراضي کې دنده ترسره کړي، ځکه دوی ښه روزل کېږي او هغه کسان چې کومانډو ته جذبېږي، له ذهني، جسمي او د ښوونې او روزنې له پلوه پرځان پوره ډاډ لري او هرې دندې ته بشپړه تیاري لري."

ښاغلي وزیري د ځانګړو ځواکونو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو پخوا په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د هغو شمېر شاوخوا ۱۷ زره دی او ټاکل شوې ده چې ۳۰ زرو ته زیات شي.