ولسمشر غني: د کمانډو ځواکونو شمېر به دوه برابره کړو

افغان ولسمشر وایي د افغان کماندو ځواکونو شمېر به دوه برابره کړي او تشکیل به یې په قول اردو بدل کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې اشرف غني دا څرګندونې تېره شپه له امنیتي او دفاعي مسؤلینو سره د لیدو پر مهال کړي دي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

اعلامیه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې له دې وروسته هېڅ څوک نشي کولی د کوماندو ځواکونو څخه د شخصي ساتونکو په توګه کار واخلي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې امنیتي او دفاعي چارواکو د ځینو امنیتي مسایلو لکه د لا زیاتو امنیتي کمربندونو د جوړولو، د کابل ګارنېزیون په چوکاټ کې د نوې لوای جوړولو، د غیرمسؤلو وسله‌والو څخه د وسلو راټولو، د بې اسنادو او تورو ښيښو موټرو درولو، د کابل د ټرافیکو سیستم کمپیوتري کولو، په کابل ښار کې د امنیتي کمرو لګولو او نورو امنیتي تدابیرو په اړه ولسمشر ته وړاندیزونه ورکړل.

په تېره یوه میاشت کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښي ډېري شوي دي او د چارواکو اندېښنې یې راپارولي دي.