ټرمپ منلې چې د «کومي» د برطرفه کولو له امله تر څېړنې لاندې دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ.

پر ټویټر د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له تازه پیغامه داسې څرګندېږي چې هغه منلې د استخباراتو د فدرالي ادارې"اف. بي. ای" د مشر جېمز کومي د برطرفه کولو له امله تر څېړنې لاندې دی.

ډونالد ټرمپ پرون جمعه پر ټویټر لیکلي:

"زه د استخباراتو د فدرالي ادارې د مشر جېمز کومي د برطرفه کولو له امله، د داسې چا له لوري تر څېړنو لاندې یم چې ماته یې د هغه د برطرفه کولو خبره کړې وه."

د ازادي راډیو د خبر مرکزي برخه په دې اړه په رپوټ کې وايي، چې دا لا نه ده څرګنده شوې چې دامریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې اړه چې تر څېړنو لاندې دی، رسمي یاد داښت ترلاسه کړی او که یې پر ټویټر دا پیغام یوازې د مطبوعاتي رپوټونو په غبرګون کې خپور کړی دی.

واشنګټن پوست ورځپاڼې تېره اوونۍد یوې پټې سرچینې په حواله وویل چې ځانګړی څېړونکی، مایک مولر په دې اړه چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ښايي د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د استخباراتو د فدرالي ادارې "اف. بي. ای" د تحقیق د یوې برخې په ناسم ګڼلو او د هغې ادارې د مشر په برطرفه کولو د عدالت د تامین مخنیوی کړی، څېړنې کوي.

د عدالت مخنیوی یا د عدالت تامين ته خنډ پېښول د امریکا په متحدو ایالاتو کې جنايي جرم ګڼل کېږي.

په امریکا کې له تقریباً یوه کال راهیسې په دې اړه څېړنې کېږي چې روسیې ښايي په ۲۰۱۶میلادي کال کې د هغه هېواد د جمهوري ریاست د ټاکنو پرمهال،د ډیموکراټ ګوند د ایمیلونو د هکولو او خپرولو له لارې د امریکا د جمهوري ریاست پر ټاکنو د اغېز هڅه کړې وه.

جیمز کومې.

په دې اړه د تحقیقاتو مسئولیت، هغه مهال د "اف. بي. ای" مشر جېمز کومي ته سپارل شوی و چې ولسمشر ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې له دندې لېرې کړ.

تردې وروسته د امریکا د لويې څارنوالۍ مرستیال پرېکړه وکړه چې ځانګړی څېړونکی، رابرت مولر په دې ارتباط څېړنې پرمخ بوزي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست لپاره د انتخاباتي کمپاین پرمهال، په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې امکان د "خندا وړ" او "ساخته ګي" خبر بللي وو.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې په حواله، د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس هم تېره اوونۍ تائید کړه چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه په تحقیقاتو کې، د ځان له موقفه دفاع لپاره یې وکیل نیولی دی.