په دې اړه چې ایا ټرمپ د عدالت د تامین مخنیوی کړی څېړنې کېږي

واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوې پټې سرچینې په حواله ویلي چې ځانګړی څېړونکی، مایک مولر په دې اړه چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ښايي د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د استخباراتو د فدرالي ادارې "اف، بي، ای" د تحقیق د یوې برخې په ناسم ګڼلو او د هغې ادارې د مشر په برطرفه کولو د عدالت د تامین مخنیوی کړی، څېړنې کوي.

د عدالت مخنیوی یا د عدالت تامين ته خنډ پېښول د امریکا په متحدو ایالاتو کې جنايي جرم ګڼل کېږي.

واشنګټن پوست د یوې پټې سرچینې په حواله ویلي، په دې اړه چې ایا ولسمشر ټرمپ د عدالت د تامین مخې ته درېدلی یا یې مخنیوی کړی، څېړنه د "اف، بي، ای" د مشر جېمز کومي تر برطرفۍ وروسته پېل شوې ده.

په امریکا کې له تقریباً یوه کال راهیسې په دې اړه څېړنې کېږي چې روسیې ښايي په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د هغه هېواد د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال، د ډیموکرات ګوند د ایمیلونو د هکولو او خپرولو له لارې پر ټاکنو د اغېز هڅه کړې وه.

د واشنګټن پوست د پټې سرچینې په حواله، په دې اړه چې ولسمشر ټرمپ ښايي د عدالت د تامین مخنیوی کړی وي د څېړنو پیل په دې برخه کې یومهم پرمختګ بلل کېږي.

د امریکا د استخباراتود فدرالي ادارې «اف،بي،ای» مشرجېمز کومي تېره اوونۍ وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه له روانو څېړنو خوښ نه دی او له دې امله یې، دی له دندې ګوښه کړی دی.

جېمز کومي زیاته کړه چې غالباً د دې لپاره له دندې ګوښه شوی چې د روسیې په اړه د څېړنو لوری یا د دې څېړنو څرنګوالی بدل شي.

جیمز کومي.

جېمزکومي وویل:

"په دې کې چې روسانو په ۲۰۱۶میلادي کال کې زموږ په ټاکنو کې لاسوهنه کړې، دوهمه خبره نشته، هغوی عمداً، ماهرانه او له تخنيکي پلوه په پرمختللي ډول، دا کار کړی او د هغه حکومت له مشرتابه رهبري شوی دی، په دې کې د بحث ځای نشته، دا په ډېره لوړه کچه، زموږ د استخباراتي ادارو قضاوت دی او دامعلومات د دې کمېټې له غړو سره شریک شوي دي، داچې لاسوهنه شوې،پټه خبره نه ده، دا ډېره، ډېره جدي مسئله ده او دا چې د دواړو ګوندونو غړي یې اندېښمن کړي د خوشحالۍ وړ ده ځکه داد یوه حزب نه، بلکې د امریکا د متحدو ایالاتو مسئله ده."

واشنګټن پوست ورځپاڼې د خپلې پټې سرچینې په حواله همدا راز لیکلي چې په دې اړه هم څېړنې کېږې چې ډونالد ټرمپ د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د "اف، بي، ای" له پخواني مشر، جېمز کومي غوښتنه کړې وه چې د ولسمشر د ملي امنیت د پخواني سلاکار مايکل فلېن اوروسیې ترمنځ د اړیکو په اړه له څېړنو لاس واخلي.

ولسمشر ټرمپ وروسته، د خپلې دې غوښتنې په اړه د سپینې ماڼۍ له نورو چارواکو سره چې په دې څېړنو کې یې ونډه درلوده، هم خبرې کړې وې.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ حقوقي ادارې د واشنګټن پوست رپوټ په بشپړ ډول رد کړی دی.

د دې دفتر یوه ویاند مارک کورالو ویلي چې د ولسمشر په اړه د "اف، بي، ای" له لوري د معلوماتو افشا کېدل د قهر اوخواشینۍ وړ ګڼی، غیر قانوني کار دی او توجیه نه لري.