هرات کې د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور څلور تنه نیول شوي

په هرات ولايت کې څلور نفره د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نيول شوي.

د هرات پوليسو څلور نفره له ۱۳ کېلو ګرامه هيروئينو او کرېسټال نومي نشه‌يي موادو سره نيولي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډيو ته وويل چې دا خلک‌يې د مير داود په سيمه کې له کرولا او سراچه موټرو سره نيولي دي.

ښاغلي ولي‌زاده زياته کړه چې دا مواد يې په موټرو کې په ډېر ماهرانه ډول پټ کړي چې د ګذرې ولسوالۍ د مير داود په سيمه کې زموږ د يوې امنيتي پوستې له‌خوا ونيول شول.

د ښاغلي ولي‌زاده په وينا د نيول شويو خلکو دوسيې يې له مخدره موادو سره د مبارزې مربوطه عدلي او قضايي مرکز ته استولي دي.