افغانستان او پاکستان د څلوراړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه وکړه

د افغانستان ولسمشر نن د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د څلوراړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه وکړه.

دغه غونډې له څو مياشتو راهيسې ځنډېدلې دي.

محمد اشرف غني نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې له نواز شريف سره خبرې وکړې.

ولسمشر غني د شانګهاى د همکارۍ سازمان په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللى دى. دغه غونډه چې پرون پيل شوې، نن هم دوام کوي.

د ولسمشر مرستيال وياند نجيب ازاد، ازادۍ راډيو ته د دې کتنې د نتيجې په اړه وويل:

”د پاکستان صدراعظم او د افغانستان ولسمشر د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين ترمنځ د څلور اړخيزو بحثونو او غونډو پر جوړولو موافقه وکړه“

بلخوا د شانګهاى د همکارۍ سازمان ته نن جمعه په وينا کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د افغانستان امن د سيمې له امن سره تړلى وباله:

”د سيمه ييز ثبات د يقيني کولو لپاره د افغانستان وضعيت يو له کليدي فکټورونو دى. دا څرګنده ده، چې له پوځي لارې د افغانستان د داخلي ستونزې د حل پاليسي کار نه ورکوي. روسيې او د شانهګاى د همکارۍ سازمان ټولو همکارانو تل د افغانانو په رايه د سياسي حل ملاتړ کړى دى“

پاکستان او هندوستان د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.