د امريکا ولسمشر د FBI پخوانى مشر 'افشاکوونکى' وباله

کومي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د کانګرس د يوې کمېټې په سوال و ځواب کې د تحقيقاتو د فډرال ادارې يا (FBI) د پخواني مشر جيمز کومي د ځوابونو ټول جزئيات ترلاسه کړي دي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې په ټويټر کې کړې دي.

جيمز کومي د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو د ادعاوو په تړاو پرون کانګرس ته د سوال- ځواب لپاره ورغوښتل شوى و.

ډونالډ ټرمپ د ښاغلي کومي تر خبرو وروسته د اول وار لپاره په ټويټر کې څرګندونې وکړې.

کومې پر ولسمشر ټرمپ او د هغه پر ټيم هم تور لګولى، چې د ده د ليرې کولو د دلايلو په برخه کې يې درواغ ويلي دي.

ده وويل ټرمپ هڅه کوي د FBI هغه تحقيقات زيانمن کړي، چې په انتخاباتو کې د ده په ګټه د روسيې د احتمالي لاسوهنې په باب پيل شوي وو.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټويټ کې کومي د پټو معلوماتو افشاکوونکى بللى دى.