شانګهای غونډه کې غني له شریف سره د ترورېزم په اړه بحث کړی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای سازمان د سرمشرېزې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره په خبرو کې د ترورېزم او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث کړی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دواړو مشرانو نن جمعه د شانګهای سازمان د سرمشرېزې تر پیل مخکې د استانه په رماده هوټل کې سره لیدلي دي.

د جمعې ورځې په دې خبرو کې د پاکستان د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز هم حاضر و.

د افغانستان او پاکستان مشرانو په داسې حال کې په دوه اړخېزو مسایلو سره خبرې کړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په وروستیو کې اړیکې سړې شوي دي.

ولسمشراشرف غني او صدراعظم نوازشریف یوه ورځ وروسته له هغه سره ولیدل چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د پنجشنبې په ورځ له افغان ولسمشر سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د افغانستان، پاکستان او چین یوه درې اړخېزه غونډه جوړوي.

ولسمشرشي همدا راز د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې له بهیر خپل ملاتړ ښودلی دی.

چین په سیمه کې د پاکستان یو لوی ملاتړی دی خو افغان حکومت وايي، په معقولو پالیسیو توانیدلی له چین سره خپلې اړیکې ډېرې ښې پر مخ یوسي.

د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو کې په دې سره سړې شوي چې افغان چارواکو په وار وار پاکستان له افغانستان سره په یوې نا اعلان شوې جګړې تورن بللی دی.

د کابل پروسې په وروستي کنفرانس کې هم افغان ولسمشر یادونه وکړه چې افغان حکومت په سختو شرایطو کې پاکستان ته د ملګرتیا لاس اوږد کړ خو هغوی رد کړ.

ولسمشرغني وویل، له پاکستان سره د تورونو په لګولو نه مصروفېږي بلکې له دغه هېواد سره غواړي خبرې وکړي څو جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه وویل، افغانستان له یوې نااعلان شوې تعرضي جګړې سره مخ دی.

افغان ولسمشر د کابل په پروسې کې په نړیوالو غږ وکړ چې له ترورېزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره لاس ورکړي هغه پیغام چې تمه ده نن یې د شانګهای سازمان په اولسمه سرمشریزه کې هم د خبرو مهمه اجنډا وي.

د ولسمشرمرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسمشر د وینا اجنډا داسې بیان کړه:

د ولسمشرمرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

"د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني به نن د جمعې په ورځ د شانګهای په ناسته کې هر اړخېزه وینا ولري. د ښاغلي جمهور رئیس د ویناوو مهم ټکي به په افغانستان کې له نړیوال ترورېزم سره مبارزه وي، د افغانستان ثبات به وي. موږ له یوې نړیوالې جګړې سره مخ یو. موږ تر شلو زیاتو تروریستي ډلو سره د نړۍ لپاره جنګیږو د منځنۍ اسیا لپاره جنګیږو. د ولسمشر د خبرو دویمه برخه به په اقتصادي مسایلو وي."

د شانګهای سازمان د سرمشرېزې په دوه ورځني سفر کې ولسمشر پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیرمحمد جواد ظریف سره هم په دوه اړخېزو مسایلو او له ترورېزم سره په مبارزې بحث کړی دی.

ولسمشرغني په ایران کې وروستۍ تروریستي حملې ته په اشارې وویل چې له ترورېزم سره د ټولو هېوادونو جدي مبارزې ته اړتیا ده.

ولسمشرغني همدا راز د تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې لیدلي دي.

تازه افغان ولسمشر نن جمعه د شانګهای سازمان له سکرتر جنرال رشید علیموف Rashid Alimov سره وکتل.

ښاغلي علیموف یادونه وکړه چې شانګهای سازمان افغانستان ته خاصه توجه لري.

د شانګهای سازمان سرمشریزې اصلي غونډه نن د قزاقستان په پلازمینه استانه کې پیل شوې ده او تمه ده د ناظرو هېوادونو مشران چې افغانستان هم په دې ډله کې راځي وروسته د ورځې په اوږدو کې وینا وکړي.

صفي الله ستانکزی