د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه یو افشا شوی محرم سند

د امریکا د متحده ایالاتو د تېر کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعاوو په ترڅ کې د امریکا د استخباراتو د ادارې یو افشا شوی محرم سند ښیي چې د روسیې د پوځي استخباراتو هکرانو څو ځلې هڅه کړې وه چې د امریکا د انتخاباتو سیستم ته داخل شي.

د امریکا د ملي امنیت د ادارې پټ سند چې د دوشبنې د ورځې ناوخته انترسپټ انلاین خپرونې خپور کړی ښیي چې د روسیې د پوځي استخباراتو هکرانو تېر کال د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې څو ځلې هڅه کړې وه چې د انتخاباتو سیستم ته داخل شي.

د دغه پټ سند له افشا کېدو وروسته د امریکا د عدلیې وزرات اعلان وکړ چې د ملي امنیت یو قراردادي کارکوونکی یې دغې انلاین خپرونې ته د دغه سند د ورکولو په تور نیولی دی.

د دغه سند له مخې د مسکو د «GRU» د استخباراتو له ادارې سره تړلو هکرانو هغه امریکایي خصوصي کمپنۍ په نښه کړې وې چې په دې هېواد کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې ادارو ته‌یې خدمات او سیمه‌ییزو حکومتي ادارو ته‌یې وسایل برابرول.

د مسکو د GRU د استخباراتو ادارې لوګو.

په دغه سند کې دغه‌راز ویل شوي چې دغو عملیاتو د امریکا د رأی ورکوونکو د سیسټم سلامتیا ته ګواښ پېښ کړی او د یوه کمپیوټري ویروس له لارې یې د انتخاباتو له سلو زیات کارکوونکي غولولي و.

دغو عملیاتو څو میاشتې دوام کړی او د ۲۰۱۶ کال د نومبر تر اتمې نېټې چې انتخابات ترسره شول، څو ورځې مخکې پای ته رسېدلي و.

خو په دغه سند کې دا نه‌دي ویل شوي چې ایا دغو عملیاتو د انتخاباتو پر نتیجې هم اغېز کړی او که نه؟

انترسپټ انلاین خپرونې چې د ملي امنیت پر مسایلو ډېره متمرکزه ده ویلي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ادارې دغه سند چې د ۲۰۱۷ کال د مې په پنځمه ثبت شوی وروستی نوی سند دی چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه جزئیات په ډاګه کوي.

دغې خپرونې نه‌دي ویلي چې دغه سند یې په څه ډول لاس ته راوړی خو تر خپرېدو لږ شېبه وروسته د عدلیې وزارت وویل د ملي امنیت یو قراردادي کارکوونکی یې نیولی چې ګومان کېږي دغه سند به‌یې دغې خپرونې ته ورکړی وي.

د عدليې وزارت دغه کارکوونکی د ریالیټي لی وینر «Reality Leigh Winner» په نوم یوه ۲۵ کلنه ښځه ښودلې او ویلي یې دي چې هغې په جورجیا کې کار کاوه او د جون پر درېیمه ونیول شوه.

هغه یوه له شپږو کارکوونکو څخه ده چې دغه سند یې له کمپیوټره ایستلی او له یوې رسنۍ سره‌یې د اېمېل له لارې شریک کړی دی.

که څه هم د عدلیې وزارت دغه رسنۍ نه‌ده افشا کړې خو روېټرز وایي چې هغه انترسپټ خپرونې ته ورکړل شوی دی.

پوتین څو ځلې دا تورونه رد کړي دي.

دغه نوی سند د امریکا د متحده ایالاتو هغه ادعاوې چې وایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغې مداخلې امر ورکړی دی، پراخوي.

د هکرانو او د غلطو معلوماتو د خپرولو له دغو هڅو هدف دا وو چې دغه انتخابات د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ګټه وڅرخوي.

دغه نوي معلومات څو ورځې وروسته له هغې خپرېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په څو مرکو کې په دغو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې خبره رد کړه خو یوازې په یوه مورد کې یې دومره وویل چې ښایي روسي هکرانو دا کار کړی وي خو هغوی د روسیې له حکومت سره تړلي نه‌دي.