رادمنش: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دولت ٦٣ وسلوال مخالفان وژل شوي

رادمنش

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر شپېتو زيات وسلوال مخالفان وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش نن يکشنبه ازادۍ راډيو ته وويل:

”په دې شمېر کې ٢٦ تنه د داعش غړي هم شامل دي، چې د ننګرهار په اچين کې وژل شوي دي“

دغه عمليات چې په بېلابېلو ولايتونو کې شوي، په نتيجه کې يې ٢٩ نور وسلوال ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت وايي دا مهال په ١٢ ولايتونو کې د دوى ١٥ پوځي عمليات روان دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.