فيصل: د جنازې پر مراسمو د پروني بريد په تړاو ١٣ کسان نيول شوي

فيصل

د افغانستان اجرائيه رياست وايي په کابل کې د جنازې پر مراسمو د پرونيو چاودنو په تړاو يو ځان وژونکى بريدګر او ١٢ نور مشکوک کسان نيول شوي دي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل ازادۍ راډيو ته وويل، نيول شوي بريدکوونکي اعتراف کړى، چې د پاکستان په چمن کې پر جنازې د بريد لپاره ګمارل شوى و.

د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، د مشرانو جرګې د مرستيال محمد علم ايزديار د زوى د جنازې په مراسمو کې په پرونيو چاودنو کې ٧ تنه وژل شوي او ١١٩ نور ټپيان شوي دي.

په بل خبر کې:

د ملي امنيت شورا په نننۍ غونډه کې په کابل کې د مشرانو جرګې د اول مرستيال د زوى د جنازې په مراسمو کې پر پرونيو چاودنو بحث وشو.

د ارګ په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه غونډه تر غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ وشوه او په کې ټينګار وشو، له هغو کسانو سره دې قانوني چلند وشي چې د جنازې د پرونيو مراسمو په امنيتي تدابيرو کې يې بېغوري کړې وه.