دانش: حقاني شبکې په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې غولونکې هڅه ده

په افغانستان کې د حقاني شبکې د ځای پرځای کېدو په اړه د پاکستاني چارواکو تر څرګندونو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا د اسلام‎اباد غولونکې هڅه ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حقاني شبکه، د کوټې شورا او ټولې نورې تروریستي ډلې اوس هم د پاکستان د استخباراتو مرکزونو ته نېږدې موقعیت لري او د هغه هېواد له خوا تمویلېږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"هغه څه چې دوی یې وايي، د خلکو د غولولو لپاره دي خو افغانان او نړیواله ټولنه اوس په دې باور ده چې د دې شبکې اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي چې مشران یې یا وژل شوي او یا اوس هم فعاله دي لکه د طالبانو، القاعده او حقاني شکبې مشران اوس هم هلته فعاله دي. "

دا په داسې حال کې ده چې په واشنګټن کې د اسلام‎اباد سفیر اعزار احمد چوهدري له واشنګټن ټایمز ورځپاڼې سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې حقاني شبکه افغانستان ته تښتیدلې او کابل دې د پاکستان د بدنامولو پر ځای له هغې سره مقابله وکړي.

دغه پاکستاني ډيپلوماټ دا هم ویلي چې حقاني شبکه په پاکستان کې تر پراخو پوځي عملیاتو وروسته افغانستان ته تللي او له هغه ځایه پاکستان هم ګواښي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د پاکستان دغو عملیاتو ته د نمایشي حرکت په توګه ګوري وايي چې پاکستان د دغو عملیاتو د کامیابۍ او حقاني شبکې ته د تلفاتو اوښتلو هېڅ کره اسناد نه‎لري.

د پاکستاني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه بیا خپله په پاکستان کې دننه د هغه هېواد ګوندونو د افغانستان د دریځ په ټینګار تازه څرګندونې کړي دي.

د متحده قومي غورځنګ ګوند مشر الطاف حسین ویلي، ترکومه چې په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونه وي افغانستان به سوله او ثبات ونه ویني.

د متحده قومي غورځنګ ګوند مشر الطاف حسین

ده ویلي، ترهګرې ډلې په پاکستان کې ازادې ګرځي او په افغانستان کې د جهاد په نوم له خلکو سرسايې او چندې ټولوي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند غړي افرا سیاب خټک ویلي، پاکستان ته ښايي چې د کابل په اړه خپله زوړ سیاست بدل او د وسله‎والو پر مټ د افغانستان د کنټرولولو خوب هېر کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم که څه هم د پاکستاني چارواکو څرګندونې بې اغیزې بولي وايي، حکومت ته هم په‎کارده چې د امنیت د ټینګښت برخه کې جدي هڅې وکړي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم

نوموړی وايي:

"د پاکستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې حوصله نوره ختمه شوې ده، پاکستان باید په دې پوه شي چې دا ډول غږ یې نور په چا اغېز نه کوي له دې سره افغان حکومت ته په کار ده چې دا ادرسونه که هر چېرته وي دوی باید خپل امنیت وساتي په دې برخه کې له پاکستانه هیله لرل غلطه خبره ده. "

د ده په باور د افغانستان په اړه د پاکستان دننه د ځیني فعاله ګوندونو څرګندونې د پام وړدي خو له پاکستانه بیا د عمل تمه سخته ده.

ښاغلی خادم وايي چې افغان حکومت ته په نړیواله کچه د پاکستان د بدنامولو ښه چانس په لاس ورغلی چې تر ډېره یې دا وخت نړیواله ټولنه هم بدرګه کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ