غزني والي وايي امنیتي وضعیت کې به پراخ مثبت بدلولونه راولي

د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو لپاره یې یو لړ پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي.

د دغه ولایت والي انجنیر عبدالکریم متین د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په یوه‎ ځانګړي مرکه کې وویل چې غزني ولایت کې به وسله‎والو طالبانو ته اجازه ونه‎کړي چې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي او په خبره یې چې ډېر ژر به يې وځپي او امنیتي وضعیت کې به یې ډېر ژر پراخ مثبت بدلولونه راولي.

نوموړی وايي، اوس يې هم دغلته وسله‎والو طالبانو ته د خپل هر هغه برید په وړاندې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.

د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین

ښاغلي متین وايي:

"موږ اوس هم دغه ولایت کې وسله‎وال طالبان ځپلي او هغوی د جګړې توان له لاسه ورکړی، خو بیا هم تاسو به وګورئ چې د غزني ولایت امنیتي وضعیت په لنډ وخت کې څومره ښه کېږي."

ښاغلي متین له افغان امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې له خپل وطنه دفاع کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د دغه ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي و چې دغه ولایت کې یې وسله‎وال طالبان ځپلي او زیات شمېر سیمې یې ورڅخه تصفیه کړي دي.

په عین حال کې بیا د ولایتي شورا مسؤلین په دې وروستیو کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت سخت اندیښمن کړي.

په دغه ولایت کې د ولایتي شورا رئیس خالق داد اکبري ازادي راډيو ته وویل چې دغلته جګړو زور اخیستی او وسله‎والو طالبانو زیات شمېر ولسوالۍ محاصره کړې.

نوموړی وايي، که مرکزي اداره غزني ولایت ته جدي پاملرنه ونه‎کړي نو د دغه ولایت امنیتي وضعیت به نور هم له ګواښ سره مخ شي.

ښاغلي اکبري وايي:

"زموږ پر ولسواليو هره شپه وسله‎وال طالبان بریدونه کوي، هره ورځ مو پولیس وژل کېږي، خو موږ لاس تر زنې ورته ناست یو."

د ولایتي شورا یو بل غړي امان‎الله کامراني هم ورته څرګندونې لري.

دی وايي:

"د غزني ولایت سره مرکزي اداره د مور او مېرې چلند کوي، د پولیسو تشکیلات يې کم دي، هغومره ملي اردو نه‎لري لکه چې نور ولایتونه يې چې لري."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون د افغانستان په شمېر ولایتونو کې ناامنیو زور اخیستی او خلک يې اندیښمن کړي دي.

راپور: شریف الله شرافت