ارګ وايي د ملي اجماع له لارې به‌یې د پاکستان په اړه دریځ روښانه شي

افغان ولسمشر د کابل له چاودنې وروسته د ملي اجماع د رابللو اعلان وکړ

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ډېر ژر به د یوې ملي اجماع له لارې د افغان حکومت دریځ د پاکستان په اړه روښانه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل په پرونۍ خونړۍ حمله کې حقاني شبکه او د پاکستان "ای اېس ای" تورن شوي دي.

ولسمشر اشرف غني تېره شپه د کابل په وخت لس بجې په یوې لنډې وینا کې چې د ملي راډیو ټلوېزیون له لارې په مستقیم ډول خپره شوه وویل:

"د افغانستان حکومت به د سیاسي، جهادي، علماو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، مېرمنو، ځوانانو او د ملت له منتخبو استازو سره له سلا مشورې وروسته خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ترورېزم د ځپلو په خاطر، حالاتو ته په پام د یو سلسله خاصو صلاحیتونو د ورکولو دستور ورکړي."

د دغه صلاحیت د سپارلو لپاره ټاکل شوې ده چې په کابل کې غونډه جوړه شي.

د دې غونډې د جوړېدو لپاره کار روان دی.

جمهوري ریاست وایي چې دا غونډه به ډېره ژر جوړه شي خو تر اوسه ارګ د دې غونډې دقیق وخت نه‌دی اعلان کړی.

د کابل د چهارشنبې ورځې برید د ملي امنیت د عمومي ریاست په وینا حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو د ادارې، "ای اېس ای" په مرسته ترسره کړ.

په کابل کې د امریکا د متحدi ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد وایي، دا حمله له نورو سره توپیر لري او له دې سره دا تمه شته چې د واشنګټن په ستراتیژي کې تغییر راشي.

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره به د امریکا نوې ستراتیژي په څو اوونیو کې اعلان شي.

خلیل‌زاد ازادي راډيو ته وویل، که کابل دقیق شواهد ترلاسه کړي چې دا ثابته کړي چې دا چاودنه حقاني شبکې کړې ده، نو دا اطلاعات باید له نړیوالو سره ژر تر ژره شریک شي.

په کابل او بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد

​نوموړی وايي:

"دا معلومات باید یوازې د افغانستان له خلکو سره نه، د نورو هېوادونو له مسؤلانو سره په بیړه شریک شي او دا ضروري ده چې د دوهم ګام په ډول افغانستان او نړیوال دوستان‌یې د دې موضوع لپاره ګډه غونډه وکړي."

خلیل‎زاد تور پورې کړ چې حقاني شبکه د پاکستان له استخباراتي ادارو سره نېږدې روابط لري، نو دا احتمال ورسره ډېر زیاتېږي چې د کابل په پېښه کې پاکستان هم لاس ولري او په هغه صورت کې به د اسلام‎اباد په وړاندې د واشنګټن په ستراتیژي کې ژور بدلون راشي.

په کابل او بغداد کې د امریکا د پخواني سفیر په باور اسلام‎اباد به په دې حالت کې مجبوره شي چې دغه ترورېستي ډلې له خپلې خاورې بهر کړي خو که پاکستان د منلو وړ عملي اقدامات ونه‌کړي نو بیا دا امکان شته چې پاکستان د ترورېزم د حامي هېواد په لېست کې شامل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په وینا په راتلونکې ملي اجماع کې به چې د ملي وحدت حکومت‌یې په لنډې راتلونکې کې جوړوي، د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ روښانه شي.