د ارزګان چارواکي: د بهرنیو ځواکونو ملاتړ په عملیاتو کې ښه نتیجه ورکړې

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ګټور تمام شوی او وسله‌وال طالبان‌یې سخت ځپلي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت‌الله صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر مټ‌یې وسله‎وال طالبان سخت ځپلي او د هغوی د یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو په ګډون سلګونه وسله‎وال طالبان وژل شوي او مرکزونه‌يې هم له‎منځه وړي دي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت الله صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"کله چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ زموږ سره ملګری دی، د هغوی څومره بریدونه په شا تمبول شوي دي او څومره وژل شوي دي، موږ د بهرنیو ځواکونو څخه مننه کوو او بیا هم د ملاتړ غوښتنه ترې کوو."

ښاغلي صديقي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ده په وینا د وسله‎والو طالبانو یو شمېر هغه بریدونه‌يې هم په شا تمبولي چې غوښتل يې د دغه ولایت چارچینو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي او په خبره‌يې چې د یادو بریدونو پر مهال‌يې هم د یو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون لسګونه وسله‎وال طالبان وژلي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د ارزګان ولایت چارچینو ولسوالۍ به هېڅکله هم سقوط ونه‎کړي ځکه موږ هلته تازه دمي سرتېري استولي او د مخالفینو یو شمېر پلانونه مو ورشنډ کړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره په ارزګان ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو له تېرو لسو میاشتو راهیسې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف د دغه ولایت په مرکز او ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي چې د ولایتي مسؤلینو په خبره وسله‎وال طالبان لا اوس هم د ترینکوټ ښار ته په یو کېلو مترۍ کې شتون لري.

په عین حال کې په دغه ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د یو شمېر لاسته راوړنو ستاینه کوي او له افغان پوځیانو سره د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یو غړی عبدالکریم خادم‎زوی له بهرنیو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې نور دې هم له افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ارزګان د ولایتي شورا یو غړی عبدالکریم خادم‎زوی

ښاغلي خادم‎زوی وویل:

"افغان ځواکونه لازمې وسلې لکه څنګه چې يې بهرنیان لري، په واک کې نه‎لري او نه هغسې پرمختللې ټکنالوژي لري، نو دوی چې په یوه میاشت کې کوم بریدونه پر وسله‎والو کړي دي هغه ډېر ګټور وو او د هغوی مرکزونه‌يې له‌منځه وریوړه."

د مسؤلینو په وینا په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو په ارزګان ولایت کې د وسله‎والو طالبانو په ځپلو کې پوره ونډه اخیستې ده او خپل هوايي بریدونه‌یې زیات کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: شریف‌الله شرافت