د افغانستان علماو شورا: روانه جګړه سیاسي بڼه لري، فتواوې نتیجه نه‌ورکوي

د افغانستان د علماو شورا یو شمېر غړي وايي چې د روانې جګړې او انتحاري حملو په اړه‌یې څو ځله فتواوې ورکړي، خو په وینا يې په هېواد کې روانه جګړه تر ډېره سیاسي بڼه لري ځکه‌يې نتیجه نه‎ده ورکړې.

د دغې شورا غړي مولوي شهزاده شاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان عالمانو په تېرو ۱۵ کلونو کې نه‌یوازې د انتحاري حملو او روانې جګړې پر ضد فتواوې ورکړي بلکې د ګاونډي هېواد پاکستان عالمان‌يې هم هڅولي تر څو د دې جنګ په له‎منځه وړلو کې همکاري وکړي.

د افغانستان د علماو شورا غړی مولوي شهزاده شاهد

​​نوموړی وايي:

"دا جنګ یوازې د فتوا پر اساس نه‎دی شروع شوی او یوازې په فتواګانو به دا جنګ ختم هم نه‎شي دا سیاسي اقتصادي او نور عوامل لري، دلته یوازې افغانان نه‎دي دلته د سیمې او نړۍ هېوادونه دي او ټول خپل اهداف په‎کې لټوي که دا جنګ یوازې د افغانانو تر منځ وي نو شاید بیا د عالمانو رول په‎کې ډېر برجسته وي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په لومړي ځل د پاکستان ځینو دیني عالمانو فتوا ورکړه چې انتحاري حملې حرامې دي.

دوی چې د پاکستان له ګوټ ګوټ څخه ټول شوي وو، د شنبې په ورځ‌‌یې په اسلام‌‎اباد کې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې دا فتوا صادره کړې ده.

دغو دیني عالمانو چې شمېر يې ۳۱ تنو ته رسېده دا هم وویل چې جهاد او ترورېزم سره توپیر لري او د جهاد اعلان یوازې د یوه اسلامي دولت کار دی.

دغو عالمانو ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت دې په خپله خاوره کې د ترورېستانو پر ضد عملیات جاري وساتي.

د انتحاري حملو پر ضد په داسې حال کې دا فتوا ورکول کېږي چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ په خوست ولایت کې په یوه انتحاري حمله کې ۱۴ کسان ووژل شول چې د پېښې ډېر قربانیان ملګي وګړي و.

د دغې حملې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو په غاړه واخیست.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد بیا په اسلام کې انتحاري حملې روا بولي او وايي چې د افغانستان جیدو دیني علماو دوی ته فتوا ورکړې او انتحاري حملې یې روا ګڼلې دي.

څلور کاله وړاندې د افغانستان د علماو شورا هم په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په اسلام کې ځان وژنه حرامه ده او هغه څوک چې انتحاري حملې کوي د جنت مستحق نه‎دي.

له دې وړاندې د سعودي عربستان ستر مذهبي مشر شیخ عبدالعزیز بن عبدالله هم د یوې فتوا په ورکولو سره انتحاري حملې ستر جنایت بللی وو او ویلي و هر هغه څوک چې انتحاري حملې کوي جهنم ته به لاړ شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، پاکستاني عالمان دې د فتواو پر ځای پر خپل حکومت فشار راوړي تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

صدیقي: پاکستاني عالمان دې د فتواو پر ځای پر خپل حکومت فشار راوړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"غوښتنه مو له دوی دا ده چې د پاکستان په حکومت ډېر قوي فشار راوړي چې د ترورېزم سره چې دوی همکاري کوي له دې باید لاس واخلي دا به ډېر مثبت تمام شي او که دوی یوازې شعارونه ورکوي او په عمل کې نه‌وي زه فکر کوم چې دا به هېڅ‌چاته د منلو نه‌وي."

د افغانستان د علماو شورا غړي شهزاده شاهد هم د انتحاري حملو پر ضد د پاکستاني عالمانو وروستۍ فتوا تائيد کړه او ويې‌ویل چې بالاخره پاکستاني عالمان پوه شول چې د جګړې تهدید د دوی تر کوره رسېدلی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام