ارزګان کې په هوايي حملو کې لسګونه د دولت ضد وسله‌وال وژل شوي

د ارزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په هوايي حملو کې لسګونه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د دوى په خبره په وژل شويو کې د وسله‌والو قوماندانان هم شامل دي.

په ارزګان کې د ملي پوليسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زين‌الله نن ازادي راډيو ته وويل چې ځيني حملې تېره شپه د مرکز ترينکوټ پر اړوندو سيمو شوي دي.

سرچينه وايي په دغو هوايي حملو کې ١٠ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

يوې بلې سرچينې بيا د ازادي راډيو محلي خبريال ته ويلي چې په چهارچينو ولسوالۍ کې هم تېره شپه پر وسله‌والو ورته حملې شوي چې په نتيجه کې يې ٢٥ وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ځيني نور يې ټپيان دي.

وسله‌والو طالبانو لا په دې اړه څه نه‌دي ويلي.