د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې ۱۵سرتیري ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت د کندهار په شاه‎ولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو د پنځلسو سرتېرو وژل کیدل تائید کړي او وايي، دا سرتېري تېره شپه ناوخته د وسله‎والو په حمله کې ووژل شول.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د ۲۰۵ اتل قول اردو پر پوسته په برید کې ګڼ شمېر وسله‎والو برخه درلوده چې په عصري او پرمختللو وسلو سمبال او ډېری بهرنیان وو، خو ښاغلی وزیري زیاتوي چې وسله‎والو بریدکوونکو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

نوموړی وايي:

"د افغانستان د خلکو دښمنانو په شاه ولي کوټ کې پر یوه پوسته چې د ۲۰۵ اتل قول اردو پورې اړونده وه برید وکړ چې په ترڅ کې یې دښمن ته زیات تلفات واوښتل او څو مړي یې هم هلته پاتې دي، خو له بده مرغه زموږ ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي. "

یوه سیمه ییز چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي فرانسپرېس خبري آژانس ته ویلي چې په دې برید کې شل افغان سرتیري وژل شوي او ځینې نور وروسته له هغه تري تم شول چې وسله‎والو د ملي اردو څلور هوموي زغره وال ګاډي ونیول خو د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیری وايي، په برید کې پنځلس افغان پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

ښاغلی وزیری وايي، د ملي اردو دا پوسته د افغان ځواکونو په ولکه کې ده.

راپورونه وايي چې پر دې پوستې د وسله والو حمله تر نن سهار پورې روانه وه.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی.

وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ هم په همدې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو حمله وکړه او لږتر لږه دیرش سرتیري یې ووژل او پرون دیارلس نور سرتیري په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو د طالبانو په حمله کې ووژل شول.