ټرمپ: ايران بايد اټومي وسله ترلاسه نکړي

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ايران بايد د ”تروريستانو او ملېشه وو“ له ملاتړه لاس واخلي او هېڅکله بايد اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

ښاغلي ټرمپ نن د اسرائيل د ولسمشر رووين ريفلين په استوګنځي کې يوه کنفرانس ته دا څرګندونې وکړې:

”تر ټولو مهمه دا ده چې د امريکا متحد ايالتونه او اسرائيل په يوه خوله اعلان کوي، چې ايران ته بايد هېڅکله اجازه ورنکړل شي، څو اټومي وسله ولري؛ هېڅکله هم نه. دغه راز ايران بايد د تروريستانو او ملېشه وو له مالي ملاتړ، روزنې او تجهيز څخه لاس واخلي“

ښاغلي ټرمپ ټينګار وکړ، چې ايران بايد په بيړه دغه اقدامات وکړي.

ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته تر سفر وروسته نن په دوه ورځني سفر اسرائيل ته ورسېد.

ښاغلي ټرمپ اسرائيل ته له رسېدو سره سم وويل، چې منځني ختيځ ته د سولې راوستلو لپاره يو نادر فرصت موجود دى.