چارواکي: سرپل کې د هلیکوپټرو په اړه څېړنې پای ته نه‎دي رسیدلي

افغان چارواکي وايي، د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ کې د دوو هلیکوپټرو د کیناستو د راپورونو په اړه تحقیقات پای ته نه‎دي رسیدلي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني ازادي راډیو ته وویل، سیمه ييز چارواکي او دفاع وزارت څېړنې کوي څو معلومه کړي چې دا هلیکوپټرې په کوم هېواد پورې اړه لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري هم ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه تحقیقات روان دي او نتایج به يې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته واستول شي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې له څېړنو وروسته به په دې اړه لازمه پریکړه وشي:

"که دا رښتیا وي چې د یوه پردي هېواد هلیکوپټرې هلته راغلې وي او یا وسلې یې وېشلې وي، په دې اړه به له تحقیقاتو وروسته لازمه پریکړه وشي. "

د سرپل والي محمدظاهر وحدت له دې مخکې ویلي و چې دوه ناپیژندل شوې هلیکوپټرې تېره اوونۍ د صیاد ولسوالۍ په پشت باغ سیمه کې لیدل شوي دي.

ښاغلي وحدت ویلي چې په غالب ګومان دې هیلیکوپټرو وسله‎والو طالبانو ته تجهیزات لېږدول.