پادخوابي: امریکا باید پاکستان په اړه د کانګرس اندېښنو‌ ته اهمیت ورکړي

د امریکا کانګرس ماڼۍ.

د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون وايي، که د امریکا نوی حکومت د پاکستان په اړه د امریکا د ګانګرس د ځينو غړیو اندېښنو ته اهمیت ورنه کړي تروریستي ډلې به لا زیاتې شي.

په داسې حال کې چې د امریکا د ګانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ټینګار کړی چې پاکستان باید د ترهګرو ملاتړی هېواد وپېژندل شي د افغانستان د ملي شورا ځينې غړي له دې نظره د هر کلي تر څنګ د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر زمرک پادخوابي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که دې اندېښنو ته اهمیت ورنه کړل شي په سیمه کې به تروریستي ډلې لا پیاوړي او ډېرې شي.

پادخوابي: که پر پاکستان فشار وارد نشي تروریستي ډلې به لا پیاوړې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر څو چې پر پاکستان باندې فشار وارد نه شي او تر څو چې نړیوال او په تېره امریکا دې غږ ته په رښتیا سره ښه راغلاست ونه وايي چې تروریستان او جګړه مارې ډلې د پاکستان له خوا روزل کېږي د تېر په څېر به ستونزې همداسې دوام پیدا کړي او د دې پر ځای چې تروریستي ډلې کمې شي لا به زیاتې شي."

ښاغلی پادخوابي وايي، د امریکا حکومتونه د پاکستان په اړه ښه معلومات لري، خو تمه کېږي چې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ نوی حکومت به په دې اړه عملي اقدامات هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ګانګرس د ترهګرۍ ضد مبارزې او بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ټیډ پو په یوه تازه مرکه کې ویلي چې پاکستان باید د ترهګرو د روزنکي او ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي.

ده ویلي چې پاکستان له کلونو راهیسې په سیمه کې د امریکا او ناټو ګټې ګواښلي، ترهګر یې روزلي، په کشمیر کې د افراطي ډلو ملاتړ کوي او د سیمې امنیت یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلي ټيډ پو نیوز ایکس رسنۍ ته ویلي چې دی به په ګانګرس کې دا موضوع مطرح کړي چې حکومت یې باید له پاکستان سره مالي او پوځي مرستې ودروي.

افغان حکومت هم له دې وړاندې بیا بیا ویلي چې د ترهګرو ځالې د افغانانو په کورنو کې نه بلکې له هېواده بهر دي چې باید د نړیوالې ټولنې له خوا ورباندې فشار راوستل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال قوس په میاشت کې د اسیا زړه په کنفرانس کې چې په هندوستان کې جوړ شوی و د ورته اندېښنو له امله پاکستان ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته رد کړه.

ښاغلي غني ټينګار کړی چې پاکستان دې له افغانستان سره د مرستو پر ځای په هغه هېواد کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

د سولې او جګړې د انسټیټیوټ غړی حکمت الله اعظمي چې په افغانستان کې یې د روان تاوتریخوالي په اړه څېړنه کړې د ګانګرس غړیو د دا ډول څرګندونو په اړه وايي:

"زه فکر نه کوم چې دا ډول څرګندونې نتیجه ورکړي یو عمده دلیل یې دا دی چې پاکستان په سیمه کې د امریکا لپاره د ټولو ستونزو سره سره بیا هم زیات مهم دی، دوهم دا چې پاکستان ډېر قوي ملاتړي لري، دا سمه ده چې پاکستان ته د امریکا نظامي او مالي مرستې مهمې دي خو پاکستان په دومره کمزوري حالت کې نه دی او فکر نه کېږي چې امریکا دې په سیمه کې یو نوی دښمن ځان ته وګوري."

ښاغلی اعظمي وايي، له دې سره افغان حکومت ته ښایي چې د پاکستان په اړه خپل شکایتونه په مسلسله توګه د امریکا تر نوي حکومته ورسوي.

له دې سره د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړې فوزیه سادات وايي چې که څه هم د پاکستان په اړه دا شناخت خورا ناوخته شوی خو مهم دی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د مشرانو جرګې غړي له دې دریځ او غوښتنې هر کلی کوي او تمه لري چې د همدې غوښتنو او اندېښنو په اړه لازم عملي اقدامات هم واخیستل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ