م.م: حکمتونه دې د ژورنالیستانو ازادي او امنیت تامین لپاره کار وکړي

ملګري ملتونه هرکال د مې میاشتې په درېیمه نېټه، د مطبوعاتو د ازادي نړیواله ورځ لمانځي.

د دې سازمان عمومي منشي انتونیوګویترس په دې مناسبت په پیغام کې چې پر یوټیوب خپورشوی، ویلي چې ژورنالیستان په خطرناکو سیمو کې او ترسختو شرایطو لاندې کار کوي او حکومتونه باید د هغوی د ازادي او امنیت د تامين لپاره کار وکړي.

انتونیو ګویترس.

انتونیو ګویترس ویلي:

"د مطبوعاتو کار کونکي د شخصیت وژنې، جنسي تشدد، توقیفونو او قتلونو قرباني شوي دي، موږ داسې رهبرانو ته اړتیا لرو چې د ازادو مطبوعاتو ملاتړ وکړي، دا کار د غلطو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره مهم دي، موږ ټول، باید له خپله دې حقه چې پر حقایقو باید خبر شو، د دفاع لپاره ودرېږو."

ملګري ملتونه هرکال داورځ د مطبوعاتو د ازادۍ پر اصولو د پوهاوي زیاتولو او پر ژورنالیستانو او ازادو مطبوعاتو د حملو د مخنیوي پرلارو چارو بحثونوته ځانګړې کوي.

ملګري ملتونه په دې ورځ د هغو ژورنالیستانو یادونه کوي چې د کار پر وخت وژل شوي دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي ویلي چې د ژورنالیستانو ملاتړ د ازادي نړۍ د جوړولو لپاره یو ګام دی.

انتونیو ګویترس ویلي:

"زه د مطبوعاتو د ازادي ورځې په مناسبت، پر ژورنالیستانو د ټولو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کوم ځکه ازادي مطبوعاتو د ټولو لپاره د سولې او عدالت د تامین لاره پرانیستلائ شي، که موږ د ژورنالیستانو امنیت تامېن کړو، د هغوی خبرې او عکسونه زموږ نړۍ بدلولائ شي."

په نیویارک کې له ژورنالیستانو د ملاتړ اداره "Committee to Protect Journalists" وايي، په وروستیو دوونیمو لسیزوکې په ټوله نړۍ کې ۱۲۳۶ ژورنالیستان وژل شوي دي.

دې نړیوالې ادارې، افغانستان د خبریالانو لپاره د ۲۰ خونړیو هېوادونو په لېست کې شامل کړی دی.

په افغانستان کې د ازادو مطبوعاتو د ملاتړاداره "نی" وايي،په تېر یوه کال کې د د افغانستان د ژورنالیستانو او مطبوعاتي کارکونکو پر وړاندې زور زیاتی او تشدد ۳ برابره زیات شوی دی.

د نی ځانګړي خبریال ازادي راډیو ته وویل چې په دې موده کې د مطبوعاتو ۱۴ کارکونکي وژل شوي دي.

د "نی" ځانګړي خبریال غړي صابر فهیم، ازادي راډیو ته وویل چې د امنیت خرابېدل، له ژورنالیستانو سره تشدد او د معلوماتو په ترلاسه کولو کې ستونزې د مطبوعاتو ازادي ته له عمده ګواښونو دي.

د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی درې برابره زیات شوی.

صابر فهیم وویل:

"خشونت په وروستیو دوو کلونو کې لوړ شوی دی."

د هغه په وینا، "نی" د خبریالانو او مطبوعاتي کارکونکو پرضد د خشونت ۴۱۵پېښې ثبت کړې دي.

په دې کې د مطبوعاتي کارکونکو - خبریالان او نور کسان چې په مطبوعاتي ادارو کې کار کوي، ۱۴ د قتل پېښې، ۲۳ د زخمي کېدو پېښې، ۳ د حکومت له لوري توقیفونه، ۴۳ د وهل او ټکول کېدو پېښې،۴۰ د تهدید او سپکاوي پېښې شاملې دي.

ښاغلي صابر زیاته کړه چې د کندز ښار، لښکرګاه ښار، د فراه ښار او د ترینکوټ ښار د ځیني برخود سقوط له امله زیاتو خبریالان او د مطبوعاتي ادارو کارکونکي تېښتې ته اړ شول.

هغوی ته د زور واکانو، وسله والو طالبانو او نورو خپل سرو ډلو له لوري ګواښونه شوي وو.

د ښاغلي صابر په وینا، له لښکرګاه ښاره ۷۵ خبریالان او د مطبوعاتي ادارو کار کونکي تښتېدلي، له کندزه ۹۶ خبریالان او مطبوعاتي کارکونکي تښتېدلي، له فراه ښاره ۱۰۸ د فشار او وېرې له امله تښتېدلي، له ترینکوټه ۱۳ خبریالان او مطبوعاتي کارکونکي تښتېدلي.

په افغانستان کې د ازادو مطبوعاتو د ملاتړاداره "نی" وايي د مطبوعاتو کارکونکو ته په لږترلږه ۳۲۶ ځایونو کې د وسله والو طالبانو او په څه ناڅه ۳۶ ځایونو کې د دولت له لوري ګواښونه شوي دي.

د"نی" په سروې کې څرګنده شوې چې په وروستیو درېیو کلونو کې له ۱۰ تر ۱۲ راډیويي اوتلوېزیوني چاینلونه د اقتصادی ستونزو له امله هم له کاره لوېدلي دي.

"نی" وايي چې اقتصادي کمزورتیا هم په افغانستان کې د ازادو مطبوعاتو فعالیت ته خنډ پېښ کړی دی.