امریکا وايي د ۲۰۱۷ تر پایه به داعش افغانستان کې وځپي

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې د روان میلادي کال ترپایه به په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ټول سخت دریځي وځپي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند هم ویلي چې اوس د دغې ډلې د وسله والو شمیر شااوخوا اته سوو ته راکم شوی دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره په دې ورځو کې د افغانستان د جګړې په اړه پرخپلې نوې ستراتیژۍ کار کوي.

که څه هم تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو د راپورونو له مخې افغانستان ته د نویو له درېیو زرو نه تر پنځو زرو امریکایي سرتېرو د استولو په اړه بحثونه دوام لري.

افغان امنیتي ځواکونه روان کال د وسله والو طالبانو د مخ په زیاتېدونکو حملو ترڅنګ د اسلامي دولت ډلې یا د اعش چې فعالیتونه یې تر ډېره د افغانستان پرختیځ متمرکز کړي، له لوري هم له امنیتي ګواښونه سره مخامخ دي.

د امریکا متحده ایالات هیله من دی چې دغه ځواکونه به د روان ۲۰۱۷ کال ترپایه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه له منځه یوسي.

د خراسان ولایت په نوم د داعش ډله د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې را وټوکېده.

خو په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې داعش ډله ډېره وځپله او د دې ډلې په لسګونو قوماندانان یې په ختیځو سیمو کې د عملیاتو په جریان کې ووژل.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سمڅو د امریکا د تر ټولو ستر غیر اټمي بم غورځول هم د داعش د ډلې د ماتولو د عملیاتو یوه برخه بلل شوې ده.

امریکایي چارواکو ویلي چې په دې حمله کې د داعش د مهمو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې له نوي زیات سخت دریځي وژل شوي دي.

د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا ځواکونو د حملې عکس.

فرانس پرېس خبري اژانس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د یوه ویاند تورن بیل سالوین له قوله وایي چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د داعش د وسله والو شمېر چې یووخت د دونیم زرو او درې زرو تنو ترمنځ ښودل شوی و، ډېر را کم شوی او اوس یې شمېر له اتوسوو زیات نه دی ځکه ډېر یې وژل شوي یا یې هم لیکې پریښي دي.

هغه ویلي چې روان میلادي کال ښه فرصت شته چې دغه ډله له منځه ولاړه شي.

خو د امنیتي او پوځي چارو کارپوه او د افغانستان د ملي اردو پخوانی جنرال عتیق الله امرخېل وایي، دغه مهال وېش یو څه خوشبینانه دی.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د داعش ماتول زیات وخت ته اړتیا لري.

عتیق الله امرخېل.

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه ځای کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله ده، داسې لارې شته چې نه د افغانستان حکومت پرې زیات نفوذ لري او نه هم د پاکستان حکومت، د افغانستان دولت پر ټول هېواد کنټرول نه لري او دې ته په پام سره د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دغې چریکې او تروریستي جګړې تعقیب اسانه کارنه دی، یو کار چې کېدای شي کامیاب وي، هغه دادی چې که افغان او نړیوال ځواکونه وکولای شي په پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو اصلي مرکزونه له منځه یوسي."

که څه هم پاکستاني چارواکي وایي چې په پاکستان کې د اسلامي دولت ډله یا داعش حضورنه لري خو رویټرز په وروستیو کې وویل چې د داعش وسله والو په پیښور کې د مولوي محمد داود په نوم د طالبانو یو مشر په ډزو وواژه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسلامي دولت ډلې یا داعش ځپنه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په سرکې ځای کړې ده.

بیل روجیو چې له ډیموکراسۍ د دفاع په ټولنه کې مسایل څېړي وایي، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې ماتول به د امریکا لپاره یو بریالیتوب وي، خو د ده په باور په دې هېواد کې طالبان او د هغوی ملاتړې القاعده به بیا هم یو لوی ګواښ وي.

وسله والو طالبانو هم په د منصوري په نوم نوي پسرلني عملیات پیل کړي چې په هغو کې به افغان او د ناټو په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونه د حملو لپاره په نښه کوي.

خو ناټو چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې له دیارلس زرو زیات پوځیان لري ویلي چې پرې به نېږدي چې افغانستان بیا د تروریستانو په امن ځای بدل شي.