د حزب‎اسلامي رسمي نظر، د ولسي جرګې بېلابېل غبرګونونه راوپارول

وروسته له هغې چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان د حالت په اړه په ننګرهار کې په یوې عمومي غونډه کې د حزب‎اسلامي رسمي نظر څرګند کړ، د ولسي جرګې د غړو بېلابېل غبرګونونه‌یې راوپارول.

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ازاد بحث تر ډېره د ښاغلي حکمتیار په څرګندونو راڅرخېده.‌

د ولسي جرګې غړي کمال ساپي په دې اړه وویل، د سولې، ولسواکۍ او د ملي یووالي لپاره د حکمتیار هوډ ته باید د شک په سترګه ونه‌کتل شي.

نوموړی وايي:

"د ښاغلي حکمتیار د تل پاتې سولې، ولسواکۍ، د هېواد د ابادۍ، د بشر د حقونو او د ملي یووالي لپاره هوډ ته باید د شک په سترګه ونه‌کتل شي، باید د قدر په سترګه ورته وکتل شي او ارزښت ورکړل شي."

د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ په لغمان او د یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې یو شمېر پلاوو او حکومتي چارواکو ته په وینا کې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلله او وسله‎وال طالبان‌یې د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو ته وهڅول.

ښاغلي حکمتیار همدارنګه په ځینو رسنیو انتقادونه وکړل او هغه‌یې په افغانستان کې په نفاق اچونې تورنې کړې.

که څه هم ډېریو وکیلانو د ګلبدین حکمتیار د خبرو هرکلی وکړ، خو یو شمېر نورو بیا ټینګار کاوه چې ښاغلی حکمتیار باید د افغانستان له سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره ځان عیار کړي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

د دغې جرګې غړې فوزیې کوفي په عمومي غونډه کې وویل:

"هر سیاسي رهبر چې غواړي افغانستان کې سیاسي تداوم او بقا ولري، باید خپل ځان د افغانستان له سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره عیار کړي، له هغه پرته زه باور لرم چې سیاسي عمر او دوام به‌یې لنډ وي."

خو حزب‎اسلامي وايي چې د افغانستان له اساسي قانون سره سم به خپل سیاسي فعالیتونه پر مخ وړي.

د دغه حزب ویاند حشمت‌الله ارشد ازادي راډیو ته وویل چې حزب‎اسلامي به له افغانانو سره یوځای پر مخ ځي.

ښاغلي ارشد زیاته کړه:

"موږ ټول افغان ملت ته ډاډ ورکوو چې حزب‎اسلامي افغانستان د اساسي قانون په منلو سره، حزب‎اسلامي ته د هېواد د نافذه قوانینو پر اساس یوه نوې پاڼه خلاصه شوې ده، په دې چوکاټ کې به په ټولو ولایتونو کې سیاسي فعالیتونه کوي، موږ د افغانستان له خلکو سره و، یو به او یوځای په مخکې ځو."

ارشد: حزب‎اسلامي به له افغانانو سره یوځای پرمخ ځي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مأموريت یا یوناما د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار د سولې له بهیره هرکلی وکړ.

د یوناما له‎خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه د هر هغه تړون هرکلی کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمېدو سره مرسته وکړي او اجازه ورکړي چې افغانان په سوله کې له یو بل سره ژوند وکړي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي مأموریت د سولې له بهیر سره د نورو وسله‎والو ډلو یوځای کېدو ته سترګې په لاره ده.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره د سولې برخه کې د افغان حکومت له وروستیو اقداماتو هرکلی کړی او د ورته بهیر د دوام هیله‌یې کړې ده.

راپور: رحمت الله افغان