حکمتيار: د ملي وحدت حکومت مشران دې واک یوه کس ته پرېږدي

د حزب اسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار د ملي وحدت حکومت له دواړو مشرانو څخه وغوښتل چې د واک پر سر راولاړ شویو شخړو ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په ننګرهار کې هغې پراخې غونډې ته وکړې چې د ده د هرکلي په موخه جوړه شوې وه.

نوموړي پر دواړو مشرانو غږ وکړ چې واک دې يوه کس ته پرېږدي.

ښاغلی حکمتیار لغمان کې د وینا پر مهال

دی وايي:

​"د جنجالونو دا لړۍ نور پای ته ورسوئ! راشئ! یو جرأت وکړئ واک یوه کس ته پرېږدی وبه ګورو چې دا همت په چا کې دی او تاریخ به‌يې نوم هم په زرینو کرښو وليکي.​"

دارنګه نوموړي د خپل ځان په اړه وويل چې دی له حکومت سره د مشارکت په خاطر نه‌دی راغلی بلکې د دې لپاره راغلی چې هېواد کې سوله او امنیت رامنځته شي.

ښاغلي ګلبدین حکمتيار په نننۍ وينا کې یو وار بیا پر طالبانو نیوکه وکړه او په خبره‌يې چې دوی په لوی لاس د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړې ده>

ښاغلی حکمتیار زیاتوي:

​"طالبه! د امریکايانو د راتلو باعث هم يئ او د پاتې کېدو هم، تا هغوی ته د راتلو لپاره زمینه برابره کړه ننګرهاریانو تاسو شاهد یاست ستاسو څومره مجاهدین د همدې طالبانو له‌خوا وژل شوي دي او ځورېدلي دي.​"

په دغې غونډه کې بیا د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش له ښاغلي حکمتيار نه مننه وکړه چې د سولې لاره‌يې غوره کړې ده.

نوموړي وويل اوس هم هېواد د سولې له نعمته محروم دی خو د حکمتيار په راتګ سره به د افغانانو دا ارمان پوره شي.

سرور دانش.

هغه وویل:

​"اوس هم زموږ په هېواد کې دوامداره جنګ دی او د سولې له نعمت نه بې‌برخې یو موږ امیدواره یو چې د حکمتيار په راتګ سره به د هېوادوالو د سولې او امن راوستو ارمان پوره شي."

د ویلو ده چې د ښاغلي حکمتيار د هرکلي په موخه په دې لویې غونډه کې د مرکزي چارواکو سربېره د ده شااوخوا دوه زره پلویانو ګډون کړی و.

له دې وړاندې تېره ورځ‌يې په لغمان کې هم یوې لويې ولسي غونډې ته وينا کړې وه او سولې ته د طالبانو رابللو تر څنګ‌يې ويلي وو چې افغانستان یوه مرکزي قوي نظام ته اړتيا لري.

راپور: شاه‌محمود شینواری