افغان حکومت وايي له حزب اسلامي نه مهمات او وسلې راټولېږي

افغان حکومت وايي تر دې دمه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پوځي تشکیلاتو د منحلولو پروسه نه‌ده پیل شوې.

که څه هم تمه وه چې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تفاهم‌لیک تر لاسلیک وروسته به د دغه حزب ټول پوځي تشکیلات منحل شي خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې کابل ته د حکمتیار له راتګ سره سم به دا بهیر پیل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د شوي تفاهم‌لیک له مخې د دغه حزب ټول جنګي وسایل او وسلې راټولېږي.

دواخان مینه پال.

نوموړي زیاته کړه:

"له حکمتیار سره د شوي تفاهم‌لیک له مخې به د دې حزب ټول وسله‌وال کسان خپلې وسلې راټولوي او هغه کسان چې په امنیتي او دفاعي ادارو کې د کار کولو معیار پوره کوي، هغه به هلته ځي او له نورو کسانو څخه به‌يې وسلې راټولېږي او په دې باندې هوکړه شوې ده."

د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تفاهم‌لیک په اتمه ماده کې راغلي چې د دغه تفاهم‌لیک له رسمي اعلان وروسته به حزب اسلامي د اعلان په کولو سره خپل ټول پوځي حرکتونه ودروي او خپل پوځي تشکیلات به منحلوي.

خو د بلخ والي عطا محمد نور د مجاهدینو د بریا د ۲۵مې کلیزې په ویاړ په یوه جوړه شوې غونډه کې ویلي، داسې اورېدل کېږي چې په بلخ کې په حزب اسلامي پورې تړلو کسانو نه‌یوازې دا چې خپلې وسلې دولت ته نه‌دي سپارلي بلکې دوی ته نورې وسلې او پوځي تجهیزات هم ورکول کېږي.

له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي باصلاحیته استازي امین کریم ویلي وو چې د دې حزب د غړو بې‌وسلې کول د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تفاهم‌لیک برخه نه‌ده خو ژمنه‌يې کړې وه چې د حزب پوځي برخې به منحل کېږي.

حزب اسلامي په افغانستان کې د خپلو وسله‌والو کسانو دقیقه شمېره نه‌ده په ډاګه کړې خو له دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي چې لا هم د دې حزب یو شمېر وسله‌وال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي.

په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي یو سیمه‌ییز قوماندان میرویس ازادي راډ‌یو ته ویلي چې په دې ولایت کې ۱۵ سوه نفري وسله‌واله ډله لري.

دی وايي، له طالبانو نه د خپلو سیمو د ساتنې په هدف کسان‌یې تیار نه‌دي چې خپلې وسلې تسلیم کړي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک هم ویلي چې د حزب اسلامي وسله‌والې ډلې لا هم په دې ولایت کې پوځي فعالیتونه کوي.

د حزب اسلامي با صلاحیته استازي محمد کریم امین ویلي چې په لغمان ولایت کې شااوخوا ۳ زره جنګیالي لري.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي یوه ویاند حشمت‌الله ارشد وايي، د هېواد ناامنه حالاتو ته په کتو د دغه حزب وسله‌والو خپلې وسلې نه‌دي تسلیم کړي خو دی زیاتوي هر هغه څه چې دواړه غاړې پرې هوکړې ته رسېدلي عملي بڼه به غوره کړي.

حشمت الله ارشد.

نوموړي زیاته کړه:

"تاسې ډاډه اوسئ چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار په راتګ سره به ان‌شاءالله هر هغه څه عملي شي چې حزب اسلامي ژمنه کړې ده هېڅ ستونزه نه‌شته."

یو شمېر څارونکي وايي چې هر ګوند چې پوځي فعالیتونه ولري د نظام او ملت لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.

له دې ډلې بشير هاتف وايي، د دولت د امنیتي ارګانونو له چوکاټه بهر وسلې د غیر مسؤله وسله‌والو ډلو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

راپور: اکرام‌الله اکرام