یو شمېر سیاسي ګوندونو د حکمتیار له څرګندونو هرکلی وکړ

سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د امیر ګلبدین حکمتیار له يوځای کېدو وروسته د نوموړي لومړنۍ سوله ییزې څرګندونې د يو شمېر ګوندونو له هرکلي سره مخ شوي.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د ښاغلي حکمتیار له څرګندونو څو شېبې وروسته ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړي له څرګندونو هرکلی کوي او تمه لري چې نورې وسله والې ډلې هم د سولې له بهیر سره يوځای شي.

محمد محقق.

نوموړي زیاته کړه:

"ښې خبرې وشوې او وسله مخالفینو ته دا پيغام ورکړل شو چې نور د افغانستان د خلکو له وژنې لاس واخلي، موږ يې پر نېک فال نیسو او لکه څرنګه چې د حزب اسلامي سره د سولې خبرې بریالۍ شوې هیله لرو چې دا د حکومت نورو وسله والو مخالفینو ته يو ښه لارښود ورګرځي."

ګلبدین حکمتیار تېر کال په میزان میاشت کې د سولې د هوکړې له لاسلیکولو وروسته د لومړي ځل لپاره د شنبې په ورځ د ثور په نهمه خپلو پلویانو او رسنیو ته په لغمان ولایت کې وینا وکړه.

ښاغلي حکمتیار روانه افغان وژنه وغندله او له وسله والو مخالفانو يې وغوښتل چې نور دې له بې معنی او نا مقدسې جګړې لاس واخلي.

د حزب اسلامي مشر طالبانو ته د ورور خطاب وکړ او له دغه ډلې يې وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګ پرځای د امنیت ټینګښت ته ملا وتړي.

په ورته وخت کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي جنبش ګوند هم د ښاغلي حکمتیار له څرګندونو هرکلی کوي.

د دغه ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړي بشیر احمد ته ینج د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

بشیر احمد ته ینج.

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بیرغ لاندې د حکمتیار صاحب د راتلو هرکلی کوو او هیله لرو چې د دولت نورې وسله والې ډلې هم سولې ته معتقد شي نه جنګ او وینو بهولو ته."

په ورته وخت کې يو له مخکښو سیاسي څېرو او د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په اړه وايي:

انوارالحق اهادي.

"دريځ يې ملي وو او باید همداسې واوسي او خدای دې وکړي چې په عمل کې هم همداسي وي، د نوموړي وینا مې شخصاٌ خوښه شوه."

د يو شمېر راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې ګلبدین حکمتیار په لنډ وخت کې کابل ته راشي.

د کابل ښار په واټونو کې نوموړي ته د هرکلي په دود د هغه عکسونه هم تر سترګو کېږي.

راپور: واصل وصال