حامد کرزی: روسیه طالبانو سره د وسلو او مهماتو مرستې نه کوي

پخواني ولسمشرحامد کرزي د نړیوال امنیت په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره دا مهال په مسکو کې دی.

نوموړي دغلته د سې شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل او د انټرفاکس خبري اژانس سره خبرو کې يې د امریکايي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې روسیه له وسله‎والو طالبان سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي.

تردې مخکې هم پخواني افغان ولسمشرحامد کرزي د افغانستان د سولې په بهیر کې روسیې ته پر رول ورکولو ټینګار کړی و.

په تازه څرګندونو کې حامد کرزي د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات پرله‎پسې پر روسیې تور پور کوي چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې او مهمات ورکوي، خو د ښاغلي کرزي په وینا دا ريښتیا نه‎دي.

پخوانی افغان ولسمشرحامد کرزي

دا کټ مټ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف څرګندونو ته ورته دي چې له طالبانو سره یې د روسیې د مرستو په اړه د امریکايي چارواکو ادعاوې بې بنسټه او غیرې مسلکي بللې دي.

تردې مخکې پر یو شمېر افغان امنیتي چارواکو سربېره کابل کې یو امریکايي لوړ پوړي چارواکي هم روسیه تورنه کړې وه چې طالبانو ته وسلې ورکړي.

امریکایي مقام: روسیې له ۱۸ میاشتو نه طالبانو ته د وسلو ورکول زیات کړي

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس هم په دې وروستیو کې په کابل کې له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

مټېس: امریکا طالبانو ته د روسیې له‌خوا پر وسلو ورکولو اندېښنه لري

د امریکایانو په وړاندې د پخواني افغان ولسمشر تُند دریځ له څو کلونو راهیسې څرګند دی.

خو پوښتنه دا ده چې ولې پخوانی افغان ولسمشر د افغانستان په قضیه کې روسیه ښکېلول غواړي؟

افغان ورځپاڼه لیکونکی او سیاسي فعال اباسین بریال حامد کرزی د امریکا پرضد له نوموړي سره د خپلې ولسمشرۍ د دورې په وروستیو کې د راپیدا شویو احساساتو ښکار شوی بولي.

ښاغلی بریال وايي، روسیه د افغانستان په قضیه کې د ښکېلتیا لپاره د حامد کرزي په څېر یو چاته اړتیا لري.

نوموړی وايي:

"ورو-ورو چین هم په دې قضیه کې راشریکېږي، روسان هم د مداخلې هڅه کوي دوی باید دلته یوه شخص او یا ډله ولري چې یا د جنګ له لارې او یا د سیاسي اغېز له لارې مخکې وي. طالبان د جګړې ډګر کې د روسانو لپاره ښه ډله ده او پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې ۱۴ کاله ولسمشر پاتې شوی په سیاسي لحاظ د دوی لپاره یو وړ شخص دی."

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم وايي، ولسمشر حامد کرزي په داسې حال کې چې د امریکایانو سره یې اړیکې خرابې دي، د روسانو سره په نېږدې کېدو په یو ډول خپله سیاسي بقا ساتل غواړي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم

ښاغلي خادم زیاته کړه:

"د ښاغلي حامد کرزي لپاره انتخاب دا دی چې دا په هېڅ ډول د افغانستان په ملي پروسه کې بېرته داخلېدای نه‎شي، په داسې حال کې چې ۱۴ کاله یې حکومت کړی خو هغه فکر او عادت یې اوس هم ذهن کې دی او یا لږ تر لږه خواهش لري چې په مسئلو کې دخیل پاتې شي. دا چې امریکایانو سره یې اړیکې سمې نه‎دي نو روسان ورته یوازینی لوری پاتې دی."

افغان ورځپاڼه لیکونکی او سیاسي فعال اباسین بریال وايي، ښايي ولسمشر حامد کرزی پر دې سربېره د افغانستان په کړکېچ کې د روسانو د راښکېلولو لپاره نور دلایل هم ولري، خو د ښاغلي بریال په وینا دا دلایل چې هر څه وي د افغانستان په ګټه نه‎دي.

دی وايي:

"دا چې په داسې حالاتو کې د نړیوالو قدرتونو روسیې او امریکا ترمنځ یو تقابل رامنځ ته کوي، دې کې تاوان یوازې افغانستان کوي. بل زموږ یو تاریخي تجربه دا هم ده چې روسان هېڅ‎کله افغانستان ته د دوست په سترګه نه ګوري."

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم هم ورته نظر لري.نوموړی وايي:

"زه باور لرم چې که موږ په اوسني کړکېچن حالت کې د افغانستان لویې منافع تعریفوو، نو دلته د روسانو او امریکانو ترمنځ تقابل د افغانستان د لا تباهۍ سبب کیدای شي."

اباسین بریال وايي، دا ښه ده چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو همدارنګه د سیمې او نړۍ له قدرتونو سره په اړیکو کې یو توازن وساتل شي، خو دا چې په اړیکو کې دومره ستر بدلون راشي چې زاړه ملاتړي له لاسه ووځي او نوي باوري نه وي، دا د یوې ښې ډیپلوماسۍ ځانګړنه نه‎ده.

که څه هم د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي په څرګنده د پخواني ولسمشر په دا ډول څرګندونو له تبصرې ډډه کوي خو تر دې مخکې افغان چارواکو د روسي ډیپلوماټانو هغه څرګندونې په سختو ټکو رد کړي چې طالبانو ته یې د سیاسي مشروعیت د ورکولو په اړه کړې وې.

خپله ولسمشر کرزی وخت په وخت ټینګار کوي چې بیا واک ته رسېدل نه غواړي بلکې د یو افغان په توګه د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي، هغه ادعا چې څیړونکي ورته د شک په نظر ګوري.