د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن مسکو ته لاړ

په داسې حال کې چې د روسیې او لوېدیځ تر منځ د سوریې د کورنۍ جګړې پر سر ترینګلتیا زیاته شوې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون مسکو ته ولاړ.

رکس ټېلرسن مسکو ته تر روانېدو مخکې او په ایټالیا کې د اوو صنعتي هېوادونو په غونډه کې له ګډون وروسته له روسیې وغوښتل چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له ملاتړه لاس واخلي.

رکس ټېلرسن: روسیه دې د اسد رژیم او امریکا تر منځ یو انتخاب کړي

نوموړي تر دې غوښتنې مخکې هغه څه چې تېره سې شنبه د سوریې په ادلب کې پېښ شول د زهرجن ګازو یو وحشیانه برید وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

ښاغلي ټېلرسن وويل:

"موږ نه‌غواړو چې د سوریې د رژیم ناکنټرول شوي د کیمیاوي وسلو زېرمې د داعش یا نورو هغو ترهګرو ډلو لاس ته ورشي چې غواړي او کولای شي د امریکا پر متحده ایالاتو او یا زموږ پر متحدینو حملې وکړي. موږ سوریه او نورو ځایونو کې د هېوادونو او ډلو له‎خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو عادي کېدل نه‎شو منلی."

په داسې حال کې چې تر اوسه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یا نورو روسي چارواکو داسې څه نه‎دي ویلي چې د سوریې د حکومت څخه د ملاتړ د پای ته رسولو څرګندونه وکړي، د سیپنۍ ماڼۍ ویاند شان سپایسر روسیه منزوي شوې وبلله.

د سوريې حکومت ته د سپینې ماڼۍ خبرداری

نوموړي پرون واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"دې کې هېڅ شک نه‎شته چې روسیه منزوي ده. هغوی «روسانو» خپل ځان له شمالي کوریا، سوریې او ایران سره همغږه کړی. دا دقیقاً هغه هېوادونه نه‎دي چې تاسو غواړئ وخت ورسره تېر کړئ. له روسیې پرته دا ټول ناکام دولتونه دي."

د سیپنۍ ماڼۍ ویاند شان سپایسر

بل‎خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سوریې پر یوې پوځي اډې د امریکا د راکټي بریدونو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې امریکا له واکه د بشارالاسد د لیرې کولو لپاره پلمه لټوي.

نوموړي مسکو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن له سفر مخکې خبریالانو ته وویل، روسیه به د سوریې په خان شیخون سیمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه وکړي.

پوتین زیاته کړه، هېواد به‌یې په هاګ کې د ملګرو ملتونو له ادارو وغواړي چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د څېړنو د نتایجو په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړي.

د روسیې ولسمشر همدارنګه ادعا وکړه چې هېواد یې له بېلابېلو استخباراتي ادارو معلومات ترلاسه کړي چې ښيي د دمشق د څنډو په‌شمول د سوریې په نورو برخو کې هم همداسې پارونکي اقدامات په پام کې دي.

د نوموړي په وینا داسې ځایونه چې ښايي زهرجن کیمیاوي مواد په‌کې وکارول شي او پړه‌یې د سوریې پر حکومت واچول شي.

د امریکا متحده ایالاتو د خان شیخون په ښارګوټي کې د کیمیاوي وسلې د کارولو د ادعاوو په ځواب کې د اپرېل په اوومه نېټه لسګونه کروز توغندي د سوریې پر یوې پوځي هوايي اډې وویشتل.

سوریه کې د کیمیاوي وسلې مشکوکې حملې ۷۲ تنه وژلي

واشنګټن ویلي له همدې پوځي اډې څخه د سوریې ادلب کې پر خان شیخون ښارګوټي برید شوی.

د امریکايي چارواکو په وینا د تېرې سې شنبې په ورځ د خان شیخون په ښارګوټي کې د ماشومانو په‌شمول تر اتیاوو زیات کسان وژل شوي وو.