د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

مک‎مسټر وايي امریکا غواړي چې سوریه کې د داعش ډله ماته کړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر وايي، د امریکا متحده ایالات غواړي چې سوریه کې د داعش ډله ماته کړي او له واکه د بشارالاسد لیرې کېدل وویني.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، امریکا په پام کې نه‎لري چې له واکه د اسد د لیرې کولو لپاره خپله اقدام وکړي.

مک‎مسټر په خپلې لومړنۍ ټلوېزیوني مرکه کې زیاته کړه:

"د دې درک ډېر سخت دی چې څنګه یو سیاسي حل کېدای شي د اسد د رژیم د دوام سبب شي."

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل، زه اوس دا نه‌وایم چې موږ به هغه کسان واوسو چې دا بدلون به رامنځته کړو.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې دا یې ویل غواړي دا دي چې نور هېوادونه باید سختې پوښتنې له ځانه وکړي."

مک‎مسټر وویل، روسیه باید له ځانه وپوښتي چې ولې د یو قاتل او داسې رژیم ملاتړ کوي چې د مک‎مسټر په وینا خپل خلک په ډله‌ییزه توګه وژني؟

XS
SM
MD
LG