مېرکل له جرمني د افغان پناه غوښتونکو د اخراج د شدت هرکلی وکړ

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل.

د جرمني صدراعظمه له خپل هېواد څخه د هغو افغان پناه غوښتونکو چې د پناه غوښتنې يې رد شوي، د اخراج د شدت هرکلى وکړ.

د دغه هېواد صدراعظمې چې مخکې يې د پناه غوښتونکو په وړاندې د پرانيستو دروازو پاليسي خپله کړې وه، په وروستيو کې يې لهجه بدله شوې ده.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل په برلين کې د يو لړ مراسمو په لړ کې هغو کسانو ته چې له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي وويل، ټول اروپايي هېوادونه هغه افغانان چې په دغو هېوادونو کې يې د استوګنې يا پناه درخواست رد شوى، بېرته افغانستان ته لېږي.

انګېلا مېرکل دغه راز زياته کړه چې په جرمني کې د نېږدې ۵۵ سلنې افغانانو د پناه درخواست منل شوى، خو د ۴۵ سلنه نورو درخواست نه دى منل شوى.

مېرمن مېرکل زياته کړه، افغان حکومت خپله ويلي وو، هغه کسان چې جرمني ته راځي ټول د بېوزلۍ او ناامنۍ له خطر سره نه دي مخامخ.

د جرمني محافظه کارې صدراعظمې څرګنده کړه، موږ بايد داسې ونه ښيو چې جرمني فکر کوي ٢٩ میليونه افغانان په خپل هېواد کې په نه منونکو شرايطو کې ژوند کوي او ژوندي نه شي پاتې کېداى.

خو د جرمني په ځينو ايالتونو کې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په پام سره له جرمني د افغانانو د اخراج د پلان ملاتړ نه دى کړى.

د جرمني د صدراعظمې په خبره، هره مياشت لا هم جرمني ته شاا و خوا ١۴ زره پناه غوښتونکي داخلېږي.

انګېلامېرکل هڅه کوي چې د جرمني په پارلماني انتخاباتو کې بريالۍ او د څلورمې دورې لپاره پر قدرت پاتې شي.

په پام کې ده دغه انتخابات د سپټمبر پر ٢۴مه وشي او تمه ده چې د المان لپاره د بديل په نامه ګوند چې د پناه غوښتونکو ضد پاليسي لري، د پارلمان زياتې څوکۍ وګټي.

جرمني له خپلې خاورې د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو لړۍ په تېره ډسمبر مياشت کې پيل کړه او په دې ډول غواړي د پناه غوښتونکو زياتېدونکى شمېر راکم کړي.

رويټرز اژانس ليکي، يو پر درېيمه برخه افغانان چې په لومړۍ الوتنه کې افغانستان ته اخراج شول، په جرايمو تورن وو.

په جرمني کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په چارو کې د فډرال ادارې د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٦میلادي کال کې د سوريې تر اتباعو وروسته افغانانو په جرمني کې د پناه غوښتونکو لويه ډله تشکيلوله.