اماني: د سرپل کوهستاناتو کې وسله‌وال په جګړه کې حکومتي وسلې کاروي

په سرپل ولایت کې چارواکي د طالب وسله‌والو او نورو ترورېستي ډلو د فعالیت له زیاتېدو خبر ورکوي.

په سرپل ولایت کې چارواکي د طالب وسله‌والو او نورو ترورېستي ډلو له پراخ حضور څخه اندېښنه ښیي او وايي چې د دې ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې لویو ترورېستي ډلو د انتحاریانو او بلواګرو د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله‌والو طالبانو او ګن شمېر نورو ترورېستي ډلو په کوهستاناتو ولسوالۍ کې ځان ته امن پټن‌ځایونه جوړ کړي او له مدارسو او ښوونځیو څخه د ترورېستانو د نظامي روزنې د مرکزونو په توګه ګته اخلي.

ښاغلي اماني وویل، په تېر دوو کلونو کې حکومت ونه‌توانېد تر څو د کوهستاناتو ولسوالۍ بېرته د طالبانو له ولکې خپله کړي او په یاده سیمه کې د ترورېستانو حضور نه‌یوازې سرپل بلکې ټول شمال ته امنیتي ګواښ دی.

هغه وویل:

"متأسفانه موږ ونه‌توانېدو چې دا ولسوالۍ بېرته خپله کړو او اوس ترورېستي ډلو په دې ولسوالۍ کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي، دلته د بلواګرۍ او ترورېستي فعالیتونو څو مرکزونه جوړ شوي دي، که د کوهستاناتو د بیا ترلاسه کولو لپاره هڅې ونشي نه یوازې چې سرپل ته تهدید متوجه دی، بلکې له دې ځایه شمال ته هم ګواښ موجود دی."

اماني وايي سره له دې چې د سیمې استخباراتي کړۍ او ګاونډي هېوادونه په کوهستاناتو کې فعال ترورېستان او وسله‌وال طالبان تجهیز کوي او نظامي امکانات ورته برابروي، خو دوی په جګړه له ورپاتې شویو حکومتي وسلو څخه په استفادې، نا امني رامنځته کوي.

اماني زیاته کړه:

"نن ورځ طالبان نه‌یوازې د کلاشینکوف په کارولو سره د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه پر مخ بیايي، بلکې دوی زرهي وسایط، رنجر، دهشکه، پیکا او راکټ هم لري چې د افغان ځواکونو په وړاندې یې د جګړې پر مهال کاروي، دوی له ګاونډي هېوادونو هم نظامي ملاتړ او تجهیزات ترلاسه کوي."

په همدې حال کې په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د کوهستاناتو د بیا نیولو لپاره به ډېر ژر په سرپل ولایت کې د «خالد ۹۶» عملیات پيل شي.

د یادي قول اردو ویاند عبدالقهار ارام ازادي راډیو ته وویل چې په سرپل کې فعال ترورېستان د سیمې له استخباراتو او په تېره بیا د ګاونډي هېوادونو د استخباراتي شبکو څخه مالي او نظامي ملاتړ ترلاسه کوي.

ښاغلی ارام په دې نظر دی:

"دا جګړې تل له افغانستان څخه بهر پلان کېږي، د افغانستان له بهر څخه تمویل کېږي او له بهر څخه ورته تجهیزات برابرېږي، په دې د افغانستان ټول خلک پوه دي."

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه سخي داد مهدیار په دې باور دی چې د سرپل په محلي حکومت کې د اداري فساد شتون او د کوهستاناتو خطرناک جغرافیايي موقعیت سبب شوی چې افغان پوځیان پر دې سیمه ژر حاکمیت پیدا نه‌کړي.

مهدیار یې په اړه وايي:

"لومړی دا چې د مکاني له لحاظه په داسې ساحه کې موقعیت لري چې په یو وخت سره او د تل لپاره افغان ځواکونه نه‌شي کولای هلته واوسېږي او دوهم دا چې نه‌یوازې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې بلکې په ټولو هغه سیمو کې چې وسله‌والو قوت پیدا کړی، عامل‌یې په دولت کې د اداري فساد موجودیت دی."

تر دې دمخه هم د سرپل والي ظاهر وحدت ویلي و چې په سرپل ولایت کې د طاهر یولداش د زوی په مشرۍ یوه ازبکستاني نړیواله ترورېستي ډله د سرپل او جوزجان تر منځ پولو کې سرتېري جذبوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی