غورځنګ: د طالبانو په اړه د مسکو موقف د کابل اندېښنې لېرې کړې

افغان چارواکي وايي، مسکو ته د ملي امنیت د سلاکار له سفر وروسته د روسیې او طالبانو د اړیکو په باب اندېښنې لېري شوي او په دې برخه کې وضاحت رامنځته شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې روسیې له طالبانو غوښتې څو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې او وسلې پرځمکه کېږدي.

د دغه شورا ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې روسي چارواکو د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په خبرو کې ټینګار کړی چې طالبان باید له ترهګریزو کړنو لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ته په درناوي د سولې په خبرو کې ښکېل شي.

تواب غورځنګ.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مسکو کې له خپل روسي سیال او د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په اړه هم خبرې وکړې یو ښه سفر و، ډېرې اندېښنې حل او وضاحتونه رامنځته شول."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایترتاس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت څخه ملاتړ کوي او له کابل سره به د ترهګرۍ د مبارزې او د نشه يي توکو د قاچاق د مخینوي په برخه کې مسکو خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د روسیې له هغه اعلان څخه هرکلی کړی چې طالبانو سره یې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره اړیکې نیولي دي.

یوه میاشت وړاندې مسکو د هغه شپږ اړخیزې ناستې کوربه وه چې پکې د نورو مسایلو ترڅنګ له طالبانو سره د سولې پر لارو چارو هم خبرې وشوې.

له دې ناستې دوه میاشتې وړاندې بیا مسکو د هغې درې اړخیزې ناستې کوربه توب وکړ چې افغانستان ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

په هغه ناسته کې د افغان حکومت د استازو نه موجودیت او له طالبانو سره د اړیکو په باب د ځینو روسي چارواکو څرګندونې هغه مهال اندېښنې رامنځته کړې.

مسکو ته د ملي امنیت د سلاکار له سفر وروسته اوس افغان حکومت وايي چې په دې برخه کې وضاحت رامنځته شوی او هیله ښي چې د سولې په برخه کې د روسیې هڅې مثبته نتیجه ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر بیا وايي چې په افغان سوله کې د روسانو هڅې هغه مهال مثبته نتیجه ورکولای شي چې دغه مسئله د امریکا او ناټو له ګټو سره چې د افغانستان ستراتیژیک ملګري دي په ټکر کې نه وي.

اسحاق اتمر.

نوموړي زیاته کړه:

"که امریکایانو او ناټو دې مذاکراتو ته شین څراغ وښود او ورسره موافق وو نو کېدای شی یو منزل ته ورسېږي."

له بلې خوا د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم د افغانستان له لورې له روسانو سره تعامل مهم بولي خو ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له روسانو سره داسې سیاست غوره کړي چې د ځینو نورو هېوادونو حساسیت ونه پاروي.

راپور: محمد حدیث پردېس