د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

نیویارک ټایمز د افغانستان او روسيې ترمنځ پر اړیکو مقالې خپرې کړي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او روسيې ترمنځ اړیکو او په مسکو کې د کابل د وروستیو سفیرانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز له دې مقالې سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تصویر هم خپور کړی چې له روسيې مشر ولادمیر پوتین سره د خبرو پر مهال ښکاري.

ورځپاڼې د همدې تصویر لاندې لیکلي:

که څه هم د افغانستان او روسيې اړیکې پیچلې ښکاري خو د زیاتو کتونکو په باور مسکو کولای شي د افغانستان په راتلونکې کې حیاتي رول ولوبوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي:

که تاریخ ته کتنه وشي نو څرګندېږي چې روسيه په افغانستان کې یو مهم لوبغاړی و په ځانګړي ډول په ۱۹ پیړۍ کې کله چې بریتانیا او روسیه په ستره لوبه یا ګریټ ګیم کې ښکیل وو.

دغه راز پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال او په وروستیو ۱۵ کلونو کې مسکو د افغانستان په مسئله کې مهم رول لرلی دی.

خو د کتونکو په وینا روسيې اوس خپل رول بدل کړی دی، د افغانستان له دښمنانو سره نېږدې شوې او د افغانستان په جګړه کې د امریکا د متحدانو له حلقې بهر شوې ده.

نیویارک ټایمز له طالبانو سره د روسيې د تماسونو په اړه لیکلي دي.

کتونکي له طالبانو سره د روسيې د نېږدیوالې په اړه څو دلایل وړاندې کوي:

لومړی دا چې روسیه د ولسمشر غني حکومت په امریکا پورې تړلی ګڼي.

دوهم دا چې مسکو له داعش وېره لري او طالبان د داعش پر وړاندې یو ښه ځواک ګڼي.

په مسکو کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز غړي عمر ناصر نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي په تېرو ۱۵ کلونو کې روسيې د القاعده پر ضد د امریکا د جګړې ملاتړ کاوه خو په دې وروستیو کې يې دا ملاتړ بند کړی دی.

نیویارک ټایمز په مسکو کې د افغانستان د وروستیو سفیرانو په اړه لیکلي:

پخواني ولسمشرحامد کرزي خپل تره په روسیه کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکلی و او اوسني مشر محمد اشرف غني هم خپل کاکا مسکو ته د سفیر په توګه استولی دی.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان پخواینو مشرانو هم د خپلو کورنیو غړي په مسکو کې د سفیرانو په توګه ټاکلي چې ښکاري افغان مشران غواړي له روسيي سره اړیکې د خپلو د غړو له لارې ټینګ کړي.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونې په دې اړه چې د افغانستان جګړه شپاړسم کال ته داخله شوې او اوس هم له دې جګړې څخه خواشینونکي خبرونه خپریږي، یو مطلب لیکلی دی.

نېشنل انټرسټ لیکي:

ډونالډ ټرمپ د امریکا درېیم ولسمشر دی چې د دې هېواد د تر ټولو اوږدې جګړې مشري ورته په میراث کې پاتې ده.

ډونالډ ټرمپ په خپلو پخوانیو څرګندونو کې د افغانستان جګړه یو ناورین بللی او ویلي و چې امریکا باید له دې جګړې ووځي.

ډونالډ ټرمپ وايي، له داعش سره يې د مبارزې لپاره یوه پراخ بنسټه سټراټیژي جوړه کړې ده خو د نېشنل انټرسټ په وینا ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره هېڅ کومه تګ‎لاره اعلان کړې نه‎ده.

د مطلب لیکونکی وايې،د افغانستان جګړې زور اخستی،طالبانو د تیر بل هر وخت په مقایسه خپل فعالیتونه زیات کړي،پاکستان چې له طالبانو څخه په ملاتړ تورن دی خپلې دغې تګلارې ته يې دوام ورکړی او افغان ځواکونه چې په میړانه له خپلې خاورې دفاع کوي زیاته مرګژوبله لري.

نېشنل انټرسټ خپرونه لیکي:

امریکا په افغانستان کې یوې روښانه سټراټیژۍ ته اړتیا لري چې اهداف يې واضح او د لاسته راوړلو وړ وي او دا سټراټیژي باید د افغانستان وضعیت ته په پام سره او د سیمې په ځانګړي ډول د پاکستان د ملاتړ جلبولو پر اساس جوړه شي.

خپرونه د مطلب په پای کې لیکي:

په افغانستان کې بریالیتوب ممکن دی خو د چټکې کامیابۍ تمه باید ونه‎شي او د بریا د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان په اړه د امریکا اوسنی سټراټیژي باید بدله شي.

XS
SM
MD
LG