حسیني: له پاکستانه د افغان کډوالو کتلوي ایستل به کړکېچ رامنځته کړي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي او ځیني سیاسي کارپوهان وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو یوځايي راستنېدنه به کړکېچ رامنځته کړي.

دوی وویل چې د کډوالو یوځايي راستنېدنه به د بې‌کارۍ د کچې د لوړېدو تر څنګ کډوال له نورو ستونزو سره هم مخامخ کړي.

د مشرانو جرګې غړې نجیبې حسیني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو یوځايي راتګ به کړکېچ رامنځته کړي، خو په تدریجي ډول‌یې راستنېدل د اندېښنې وړ نه‌ده.

نوموړې زیاته کړه:

"که پاکستان په زوره افغان کډوال په کتلوي ډول اخراج کړي نو افغان حکومت به له ستونزو سره مخامخ شي، خو که په تدریجي توګه دوی خپل هېواد ته راستنېږي نو ډېرې ستونزې به رامنځته نه‌شي."

دا په داسې حال کې ده چې بریټانیوۍ ګارډین ورځپانې ویلي ښايي په روان میلادي کال کې شااوخوا یو میلیون افغان کډوال چې په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي خپل هېواد ته ستانه شي.

په مطلب کې دغه‌شان راغلي چې د دغو کډوالو راستنېدل به په افغانستان کې، د بې‌کارۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان وایي، که کډوال د یوه ځانګړي پلان له مخې راستانه شي، دومره ستونزې به رامنځته نه‌کړي، خو له پلان پرته به په یوځايي توګه د افغان کډوالو راستنېدنه د حکومت لپاره یو بله ننګونه وي.

سیاسي کارپوه بشیر حاطف وویل:

"که افغان کډوال د افغانستان او د ملګرو متلونو تر منځ د یوه تړون او یا د یوې منظمې برنامې له مخې ستانه نه‌شي بې له شکه دا به یو بل ناورین وي."

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې د پاکستان په سند ایالت کې، له حملې وروسته چې لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته د پاکستان حکومت د امنیتي دلایلو له کبله د تورخم او سپین‌بولدک لارې وتړلې.

په پاکستان کې له ترهګریزو بریدونو وروسته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چار چلند په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ په کابل کې د پاکستان شارژدافیر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه احضار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان شارژدافیر ژمنه وکړه چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې به د افغان حکومت غوښتنه له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړي.

خو د دې ټولو سره-سره د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د کډوالو د راستنیدو لپاره‌یې پوره چمتووالی نیولی دی.

اسلام الدین جرأت.

د دغه وزارت ویاند اسلام‌الدین جرأت په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ تمه لرو چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په څېر په روان میلادي کال کې هم نېږدې یو میلیون افغان کډوال ستانه شي، موږ ورته په لوړه کچه چمتووالی نیولی، خو که کډوال په یوځايي نه بلکې په تدریجي توګه د کال په اوږدو کې راستانه شي موږ ورته ښه خدمتونه وړاندې کولای شو."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند دا هم وايي، هڅې روانې دي چې له ډیپلوماتیکو لارو څخه په استفادې د تورخم او سپن‌بولدک لارې هم د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس