سپیدار: طالبان د افغانستان د راتلونکي جوړونې پر ځای، نن‌یې هم ورانوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له څرګندونو وروسته چې ویلي یې دي "طالبان باید د افغانستان د راتلونکي یوه برخه وي" اجرائیه ریاست وايي چې "طالبان د افغانستان د راتلونکي پر ځای د دې هېواد نن هم ورانوي."

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له دغو څرګندونو وروسته اجرائیه ریاست وايي، هغه طالبان چې له جنګه لاسه اخلي، د سولې دروازې ورته خلاصې دي.

د دې ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبان د افغانستان د راتلونکي د جوړولو پر ځای، د دې هېواد نن هم له‌منځه وړي.

ښاغلي فیصل ټینګار وکړ چې د راتلونکي افغانستان د ودانولو یوازنۍ لار، د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د جنګ پای ته رسول دي.

جاوید فیصل.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې دغه ډله د راتلونکي افغانستان د جوړولو پر ځای، د افغانستان نن هم له‌منځه وړي چې دا د هېواد په ګټه نه‌ده، نو اړتیا ده چې طالبان هم د سولې له پروسې سره یوځای شي او د افغانستان د ودانولو لپاره کار وکړي، نه دا چې د افغانستان ورانۍ ته دوام ورکړي."

د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر اعلامیه چې رسنیو ته رسېدلې په‌کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې افغان حکومت، ګاونډي هېوادونه او په روانو شخړو کې ټولې ښکېلې ډلې باید دغه پیام ولري چې "طالبان دې د افغانستان د راتلونکي یوه برخه وي."

د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو.

افغان حکومت د سولې عالي شورا له لارې د طالبانو په ګډون ټولو مخالفو ډلو ته د خبرو اترو دروازه خلاصه پرېښې خو طالبانو تر اوسه هم، د سولې دغې بلنې ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

په ورته وخت کې ځیني افغان سیاستوال په دې باور دي چې د سولې په خبرو کې د طالبانو ګډون، د جنګ د پای ته رسېدو لپاره، تر ټولو غوره لاره ده.

د افغانستان د حزب اسلامي یو غړی عبدالهادي ارغندیوال وايي:

"په دې کې شک نه‌شته چې د جنګونو پر مهال ډېرې سرغړونې هم کېږي، خو بالاخره هر جنګ باید پای ولري چې پای یې د خبرو اترو پرته ناممکنه ده."

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان په جنګ کې ښکېل طالبان سوله نه‌غواړي او باید له‌منځه لاړ شي.

ښاغلی دانش دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په تړاو کوي.

نجیب دانش.

دی زیاتوي:

"دا د افغانستان د خلکو صلاحیت دی چې پر وړاندې یې څه ډول تصمیم نیسي، دا هغه خلک دي چې په سلګونه ځوانان، مشران، ښځې او ماشومان‌یې په بې‌رحمۍ سره وژلي دي، موږ له دغو وژونکو سره مبارزه کوو، د دوی پر ورکولو مو ټینګار کړی او بیايې هم کوو."

د یادونې ده چې د امریکا په ګډون بهرنیو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کړی، خو طالبانو تر اوسه هم له جنګه لاس نه‌دی اخیستی.

اوس چې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي دغه خبره کړې ده، وبه لیدل شي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او که نه، جنګ به جاري ساتي؟

راپور: خان محمد سیند