د سولې عالي شورا چین ته د طالبانو د پلاوي د سفر هرکلی وکړ

د افغانستان د سولې عالي شورا چین ته د وسله والو طالبانو د پلاوي سفر د دغه هېواد دوستانه کوښښونه بولي او دغه سفر د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په برخه کې ګتور یادوي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د سولې عالي شورا چین ته د وسله والو طالبانو د پلاوي د سفر هرکلی کوي.

خو ده وویل هغه هېوادونه چې له وسله والو طالبانو سره خبری کوي، باید وسله والو مخالفینو ته د یوې ډلې په سترګه وګوري او ډېر امتیاز ورنه کړي.

محمد اسماعیل قاسمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د هره هغه دوست هرکلي کوو چې، د افغانانو په مشرې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابروي خو له دې نه باید سترګي پټې نه شي چې دا ډلې د افغان دولت سره وسله وال مخالفت لري."

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه چې اوس مهال د ترورېزم په وړاندې شعور ډېر شوی او په خبره یې پاکستان ممکن د یو لړ فشارونو سره مخ وي او له همدې کبله یې له چین څخه غوښتي وي څو د هغو اړیکو له مخې چې له طالبانو سره یې لري دوی وهڅوي چې له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي.

دا څرکندونې په داسې حا ل کې کېږي چې د اکسپرس تریبون د راپور پر بنسټ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس په ګډون یو پنځه کسیزه هیئت د چین له چارواکو سره د خبرو په هدف دغه هېواد ته ورغلی دی.

د طالبانو سرچینو هم دا سفر تائيد کړی او ویلي دي چې مولوي صلاح الدین دلاور، جان محمد مدني، سلام حنفي او صالح د طالبانو د یوه مهم غړي شېر محمد عباس ستانکزي تر مشرۍ لاندې چین ته سفر کړی.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره میاشت د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي د ولسمشر محمد اشرف غني سره په ليدنه کې وویل چې وسله وال طالبان به د افغان حکومت سره د خبرو لپاره تشویق کړي او پر پاکستان يې د څلور اړخیزو غونډو د بیا پیل ټینګار کړی و.

دا لومړی ځل نه دی چې چین د طالبانو له سیاسي نماینده ګانو سره ګوري، بلکې د افغانستان د سولې د عالي شورا په وینا دې هېواد په وارـ وار د دې ډلې له غړیو سره لیدلي خو نتیجه يې نه ده ورکړې.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې دا واربه هم د طالبانو سره د چینايي چارواکو لیدنې د افغان سولې لپاره ګټورې پایلې ونه لري.

د دغه کارپوهانو له ډلې اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل طالبان د دې خبرو په وسیله له افغان حکومت سره د سولې په لټه کې نه دې بلکې دوی غواړي د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې جوړي کړي.

اسحاق اتمر.

نوموړي زیاته کړه:

"زما په ګومان د طالبانو دا تګ راتګ د خپلو ګټو لپاره دی چې غواړي د چین او حتی روسیې او یا هم د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې جوړې کړي، په هېڅ ډول دا ليدنې د افغان سولې لپاره هلې ځلې نه ګڼم، ولې چې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې او دا هېواد هم په دې لټه کې دی چې افغانستان تر فشار لاندې ونیسي."

ښاغلي اتمر وویل زیاتره هېوادونه د خپلو ګټو لپاره غواړي د وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستي راپورونه له طالبانو سره د روسيې او ایران د اړیکو د پراخېدو څرګندونه کوي او روسي چارواکو هم منلې چې د داعش پرضد یې له طالبانو سره اړیکي نیولي دي.

راپور: اکرام الله اکرام