اهن موسسه: ښځو پخپلو لاسي کارونو کورونه، د واده سامان واخېستل

په پښتني ټولنه کې لاهم له کوره بهر د ښځو کار روزګار او نوکرۍ ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، ځکه خو ډېری داسې مجبورې مېرمنې هم چې په کور کې د ګټې وټې نارينه نه وي- نه شي کولاى چې له کوره بهر کار وکړي او خپل ځان يا خپلو اولادونو ته نفقه په وګټي.

بلوچستان کې د «اهن» په نامه يوې موسسې داسې مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړه او هغوى ته يې هم لاسي کارونه ور زده‎کړل او هم يې د هغوى لاسي کارونو ته بازار پيدا کړ.

د «آهن» موسسې مسؤل شاکرشاه وايي، د امريکا د پرمختيايي ادارې «يوسېډ» په مرسته يې يوه شپږ مياشتنۍ پروژه بشپړه کړه او په هغه کې يې ١٢٠ مېرمنو ته کارونه ور زده‎کړل او د هغوى کارونه يې په بيه ځینې واخېستل چې وايي، دوى د پاکستان په نورو ايالتونو او نورو هېوادونو کې پلوري.

نوموړی وايي:

"په دې روزنيز پروګرام کې چې موږ کومو مېرمنو ته روزنه ورکړه، دوى په دې کې لاسي کارونه وکړل، ګړۍ، د عکسونو فرېمونه، پرسونه، بټوې او خامکي غاړې يې جوړې کړې دي. دوى ته موږ کورونو کې کار ورکوو او بيا د کار په بدل کې پيسې ورکوو. له دې پروژې پرته به هم موږ د دوى کارونه په مناسبه بيه ځینې اخلو."

د پښين سيمې يوې اوسېدونکې مېرمن عاليه وايي، «آهن» کې يې هم خپله نوي کارونه زده‎کړل او هم يې نورو مېرمنو ته کارونه ور زده کړل.

دا وايي، هغه ښځې چې تعليم نه‎لري او پر کور ناستې دي، هسې هم شپه ورځ لاسي کارونه کوي، خو وايي اوس چې د دوى کارونه دباندې خرڅېږي، نو دا به دوى ته هم له اقتصادي پلوه ګټه ولري:

"داسې ښځې شته چې له کورو نه وځي په دغو کارونو خوشاله وي او خپل کارونه کوي، خپلو بچيانو ته روزي په ګټي. زما مخکې هم کندهاري خامکي کار زده وو، اوس يې هم کوم. ما به په دې پروژه کې ښځو ته د کار لپاره غاړې ورکړې، پړوني به مې ورکړل او نور کارونه به مې ور وسپارل، دوى خوارانې به په باران کې په تيارو کې ناستې وې خپل کارونه به يې کول."

شېرزمان په «آهن» کې ډيزاينوونکى دى چې د سيند د جامشورو سيمې له «مهران» پوهنتونه يې په ډيزاين کې د لېسانس ډګري تر لاسه کړې ده- وايي په دې پروژې کې يې ۱۲۰ مېرمنو ته روزنه ورکړه او بيا يې په دوى ۱۲۰۰ بېلابېل لاسي توکي جوړ کړل.

شېرزمان وايي، د دوى په دې پروژه کې ډېرو داسې ښځو هم کارونه زده‎کړل او هم يې خپل کارونه د «آهن» موسسې په مرسته خرڅ کړل چې مېړونه يې يا مړه دي يا په نشو اخته دي:

"آهن دوى ته دا ګټه وکړه چې کور کې دننه يې روزګار ور پيدا کړ، بلوچستان کې ٣٢ ضلعې دي موږ غواړو چې د هرې ضلعې لپاره موږ ته بوديجه راکړل شي او په کور کې دننه خپلو مېرمنو ته روزګار برابر کړو. ما داسې اورېدلي چې ډېرو ښځو زموږ د «آهن» په پيسو کورونه واخيستل، د ودونو مهر يې په پوره کړ، ګېڼې يې په واخيستې او ډېر داسې کورونه وو چې د ماښام اوړه به يې نه وو، زموږ پيسو ته به په تمه وو."

ټولنيزو چارو کې د ښځو د حقونو يوه فعاله شاهين لاجورد وايي، پاکستان کې يوازينۍ اداره «آهن» ده چې ښځې يې له محروميته را و ايستې او دوى يې د دې وړ کړې چې خپل لاسي کارونه خرڅ کړي.

لاجورد وايي، حکومت هم بايد د ښځو د لاسي هنرونو ته د ودې ورکولو لپاره کار وکړي او هغو بې سواده مېرمنو ته د روزګار زمينه برابره کړي چې د نورو لاس ته مجبوره دي:

"زموږ هغه مېرمنې چې دوى به کار کاوه، خو د کار هېڅ مناسبه بيه نه ورکول کېده، د خپل کار د خرڅلاو مناسبه لاره ورته مالومه نه وه، خو «آهن» دا کار ممکن کړ، دوى ته يې روزنه ورکړه، بازار يې ورته پيدا کړ، له بازار سره يې د دوى اړيکې جوړ کړل، نو په دې توګه بېروزګاره او غمو ځپلې ښځې يو څه د دې وړ شوې چې خپل لوېدلى مالي حالت ښه کړي. "

د يادونې وړ ده چې بلوچستان غوندې ايالت کې- چې باسواده ښځو ته هم لا په سياسي ميدان او په نورو ادارو کې د کار کولو بشپړه ازادي نه شته- هغه مېرمنې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي چې سواد نه لري، دوى چې يوازې د جامو ګنډلو او نورو لاسي کارونو هنر لري، هغه هم په ازاده توګه په بازار کې نه‎شي پلورلاى او نه هم د خپلو لاسي هنرونو په وسيله ځانونه د غريبۍ او مجبورۍ له تيارو را ايستلاى شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل