تېره ورځ د تورخم او چمن له لارې ۱۰ زره کسان افغانستان ته اوښتي

د سې شنبې سهار چې د تورخم او سپين‎بولدک سرحدي دروازې لا نه‌وې پرانیستل شوې، زرګونه خلک بيا د پولې يوې بلې غاړې ته رارسېدلي وو او د دروازو د پرانيستلو انتظار يې کاوه.

د پاکستان په وخت پر اته بجې چې دغه دروازې پرانيستل شوې، نو د خلکو دومره ګڼه ګوڼه وه چې تورخم کې د پاکستان له‎خوا افغانستان ته اوښتونکې يوه سپين سرې مېرمن نورضيه د خلکو تر پښو لاندې شوه او ساه‌يې ورکړه چې وروسته‌يې مړى په امبولانس کې تر پولې واړول شو او د افغانستان پروان ولايت ته يوړل شوه.

له پاکستانه افغانستان ته تلونکي اکثره افغانان دلته د درملنې لپاره راغلي وو چې وايي، اوږده انتظار له سختو ستونزو سره مخامخ کړل.

د تورخم پر پوله اوښتونکى يو سپين‎ږيرى افغان وايي:

"دلته ايسار وم، اوس روان يم خوشاله يم، ناروغان او نور خلک چې دلته [پاکستان ته] راوښتي وو، دلته ايسار وو او نن بېرته اوړي، د هغوى ستونزې خو به حل شي."

پر پوله پرون دواړو غاړو ته هغه خلک هم اوښتل چې ويزې يې لرلې، خو کوم پاکستانيان چې افغانستان ته اوښتي وو او پاکستاني شناختي کارټونه ورسره وو او کوم افغانان چې پاکستان ته راوښتي وو او خپلې افغانۍ تذکرې ورسره وې، هغوى ته هم تر پولې د اوښتو اجازه ورکړل شوه، خو داسې کسان هم په‎کې شته چې هېڅ اسناد نه‎لري او په پوله کې بند پاتې دي.

چمن ته نېږدې پر پوله اوښتونکى يو ځوان وايي:

"زه له افغانستانه راغلى وم، ناروغان مې د درملنې لپاره راوستي وو، بيا چې د پولې دروازه بنده وه، ستونزې وې، ځاى مو نه‌درلود، پوليسو هم ډېر وځورولو، کومې پيسې چې مو راسره راوړې وې هغه هم راختمې شوې."

د ترلاسه شویو شمېرو له مخې پرون د تورخم او سپين‎بولدک له لارې شااوخوا ۱۰ زره کسان افغانستان ته اوښتي او د دوو زرو په شااوخوا کې کسان له افغانستانه پاکستان ته راوښتي دي او نن دغه دروازې بيا پرانیستل شوې چې د خلکو د اوښتو لړۍ ورباندې پيل شوه.

دغه پوله ۱۹ ورځې وړاندې تړل شوې وه چې د تجارت لپاره لا هم په بشپړه توګه تړلې ده، خو د عامو خلکو لپاره به نن چهارشنبه لا هم تر ماښامه پرانيستې وي.

د يوې اندازې له مخې پاکستان کې ٢٥٠٠٠ افغانان بند پاتې دي او غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي، خو پر پوله ګڼې ګوڼې ته په کتو سره د پاکستان د سرحدونو مرکزي وزير جنرال عبدالقادر بلوڅ پرون په مرکزي پارلمان کې وويل چې له افغان چارواکو سره خبرې دوام لري، که اړتيا وه پوله به د عامو خلکو پر مخ دوه ورځې نوره هم پرانیستې وساتل شي، خو اسلام‎اباد کې افغان سفير لا تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ويلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل