د کونړ والي: د ښځو ژوند کې پرمختګ راغلی خو کافي نه‌دی

په کونړ کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په غونډه کې د دولتي چارواکو تر څنګ په ختیځ کې د ملګرو ملتونو، یونېسف او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو او لسګونه ښځو ګډون کړی و.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په یاده غونډه کې وویل چې په تېرو څو کلونو کې د پخوا په پرتله د ښځو ژوند ښه شوی او دوی ته د حقونو ورکولو په برخه کې یو څه پرمختګونه شوي خو کافي نه‌دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اتیاو زرو په شااوخوا کې زموږ خویندې په کونړ کې په لومړنیو، منځنیو ښوونځیو او لېسو کې په زده‌کړو بوختې دي، یو شمېر يې لوړې زده‌کړې هم کوي، په دې برخه کې د دوی د ژوند د ښه‌والي لپاره هڅې او کار شوی، خو کافي نه‌دی."

هغه وویل دا د ټولو خلکو دنده ده چې په ټولنه کې د بې‌ځایه او منفي دودونو د له‌منځه وړلو لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ښځو او د دوی د ژوند په وړاندې مختلف ګواښونه او خنډونه موجود دي، په ډېرو سیمو کې خویندو ته د لومړنیو زده‌کړو وروسته د نور تعلیم اجازه نه‌ورکول کېږي، په بدو او بدل کې زموږ خویندې ورکول کېږي د دغو ناخوالو د مخنیوي لپاره باید موږ او تاسي ټول لاس په کار شو څو د خویندو حقوق اعاده شي."

په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن صبرینا حمیدي وویل نن چې په هېواد کې د ښځو په وړاندې کوم تاوتریخوالی شتون لري، دیني عالمان، قومي مشران او دولتي مسؤلین کولای شي چې مخه‌يې ونیسي

نوموړې زیاته کړه:

"مېرمنو توانايي پیدا کړې او د دوی ظرفیتونه لوړ شوي، د دوی د ظرفیتونو د لوړولو لپاره موږ په ټولنه کې قومي مشران او دیني عالمان لرو، په خلکو کې چې د عالم خبره کوم ځای او اهمیت لري د بل چايې نه‌لري نو باید چې دیني عالمان په یاده برخه کې کار وکړي."

غونډې ته مولوي نجیب‌الله حقیار وویل دیني عالمانو تل د ښځو د حقونو په اړه خلکو ته د اسلام د مقدس دین د احکامو په رڼا کې معلومات ورکړي او همدا وجه ده چې یو شمېر خلک په خپلو او د نورو په حقونو پوه شوي، خو په زیاتو ځایونو کې ښځې خپله پر ښځو د تاوتریخوالي سبب شوي دي.

په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې مېرمن هیرن سونګ د کونړ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه ستاسو تر څنګ ولاړ دي.

نوموړې زیاته کړه:

"زه تاسو ته په ختیځو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو په استازیتوب نن دلته ډاډ درکوم چې موږ ستاسو د ټولو تر څنګ ولاړیو، موږ به ستاسو مرسته او ملاتړ کوو، تر څو په کونړ کې نوره سوله او امن راشي او دلته پرمختګ رامنځته شي."

په کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مارچ په اتمه د ښځو نړیواله ورځ په داسې کال کې لمانځل کېږي چې اوس هم د کورني تاوتریخوالي او نورو ناخوالو له امله هره ورځ یو شمېر ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

راپور: روح‌الله انوري