الکوزی: سوداګر او واردوونکي دې له کراچۍ پرته نورې لارې غوره کړي

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې په دغه خونه کې پر ټولو شاملو سوداګریزو او ترانزیټي ټولنو ټینګار وکړ چې له دې وروسته دې خپلو فعالیتونو ته د پاکستان د کراچۍ له بندره پرته د نورو ګاونډیو هېوادونو له سوداګریز او ترانزیټي بندرونو څخه ګټه واخلي.

د دغې خونې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ کابل کې د خصوصي سکټور د بېلابېلو ټولنو له استازو سره په یوې ناسته کې وویل، د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه چمتو ده چې افغان سوداګرو ته د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو سوداګریزو او ترانزیټي بندرونو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د دغې خونې لومړی مرستیال خان جان الکوزي وویل:

"له دې شېبې وروسته هېڅ‎څوک باید خپل مالونه په کراچۍ بندر کې وانه‎چوي. دا یوه جنجالي لاره ده. د سوداګرۍ خونه د نړۍ له ټولو انتقالاتي کمپنیو سره په خبرو بوخته ده. دا کمپنۍ به په ارزانه او ډاډمنه توګه د افغان سوداګرو مالونه د بندر عباس، چابهار، ترکیې، چین او د حیرتانو او اقینې له بندرونو څخه افغانستان ته ولېږدوي."

دا خبرې په داسې حال کې دي چې پاکستان سند ایالت کې د یوې ترورېستي حملې وروسته د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه د عامو خلکو او سوداګرو پر مخ وتړل.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د دغو بندرونو له تړلو څخه څه کم شل ورځې تېرېږي.

په دې موده کې د افغان سوداګرو په خوراکي او غیر خوراکي موادو څه کم دوه زره کانټینرونه د پاکستان له‎خوا ځنډول شوي چې له امله‌یې تر اوسه پورې افغان سوداګرو ته څه باندې اتیا میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان په هکله‌یې بیا-بیا د ایکو، سارک او د سوداګرۍ نړیوال سازمان له اصولو سرغړونه کړې ده.

دوی د ایکو او سارک په سیمه‌ییزو او د سوداګرۍ پر نړیوال سازمان هم انتقاد وکړ چې د پاکستان د څرګندو سرغړونو پر وړاندې چوپه خوله دي.

دوی له افغان حکومته په کلکه وغوښتل چې له پاکستان سره دې د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د روانې ستونزې د هوارۍ لپاره‌یې په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه هڅې تېزې کړې دي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل:

"وروستۍ هڅې مو وکړې، مذاکرات روان دي، پر ټولو ملي، سیمه‌ییزو او ان نړیوالو سازمانونو په لارو هم بحث کوو. له بده‌مرغه پاکستان له ۱۵ کالونو راهیسې دا ډول ستونزې پېښې کړې دي خو له نېکه‎مرغه موږ نورې تجارتي لارې هم لټولې دي."

دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستان د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه تړي بلکې په وروستیو شااوخوا ۱۴کلونو کې یې څو ځلې دغه بندرونه تړلي چې له امله‌یې افغان او پاکستاني سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو مالي زیانونه رسولي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو دا هم وویل چې پاکستان دې سیاست له سوداګرۍ سره نه‌ګډوي او دا کار د سوداګرۍ او ترانزیټ د ټولو شته اصولو خلاف عمل دی.

راپور: خان محمد سیند