غني: د دوست او دښمن تعریف روښانه شوی او ستونزې یو طرفه شوي

افغان ولسمشر وايي، دا مهال د افغانانو او حکومت لپاره د دوست او دښمن تعریف روښانه شوی او په دې برخه کې پراته ټول ابهامونه یو خوا شوي دي.

ولسمشر غني وايي، د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره هڅې زیاتې شوي او ټینګار کوي چې افغانانو خپل دوست او دښمن پېژندلی دی.

محمد اشرف غني چې د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اووم تقنیني کال د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل د هېواد د ټولو بدبختیو عوامل طالبان دي او زیاته‌یې کړه چې دا مهال د طالبانو په ملاتړ په هېواد کې ۲۰ ترورېستي ډلې فعالیت لري.

ښاغلي غني د ترورېستي ډولو له‌خوا موجوده ګواښونو ته په کتو وویل ممکن ستونزې ادامه پیدا کړي، خو افغان حکومت‌یې پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالي لري.

غني: ستونزو سره مبارزې لپاره چمتووالی لرو.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ممکن موږ راتلونکی کال د تېر کال په پرتله له لږ ستونزو سره مخ نه‌شو، اما هغه تدابیر چې تر لاس لاندې دي او هغه پروګرامونه چې اجرا شوي موږ ډاډه یو چې په الهي توفیق د کال تر پایه به په ستونزو کې د پام وړ کموالی راشي، له نېکه‌مرغه د ملت او دولت لپاره د دوست او دښمن تعریف روښانه شوی او په دې برخه کې ستونزې یو طرفه شوې دي."

محمد اشرف غني داعش او هغه طالبان چې افغانان وژني دښمنان وبلل او ټینګار یې وکړ هغه ځوانان چې له احساساتو یې ناوړه استفاده شوې او غواړي سوله وکړي، حکومت ورته د ژوند کولو زمینې برابروي.

ښاغلي غني وویل هغه کسان چې د سولې اراده نه‌لري، افغان ځواکونه‌یې مقابلې ته چمتو دي او د ده په خبره چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د پردیو په لمسون او اشاره زموږ د ملت راتلونکی خراب کړي.

افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره د دولت په کچه هڅې روانې دي او په هېواد کې پراختیايي پروګرامونه ادامه لري او په دې برخه نړیوالې ټولنې او د امریکا نوې ادارې د همکاریو ژمنې کړې دي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د بدخشان د ولایتي شورا غړو ویلي و د دغه ولایت د وردوج، یمګان او جرم ولسوالیو ځینې سیمې د وسله‌والو طالبانو او بهرنیو ترورېستي ډلو د روزنې په دایمي مرکزونو بدلې شوې دي.

روغتیا وزارت: د کابل ښار نننیو حملو کې ۳۸ ټپیان او ۳ تنه وژل شوي

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې په ترڅ کې یې د بغلان د تاله‌وبرفک ولسوالي یې د دوو ورځو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي په هېواد کې د ناامنیو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې باید مخه‌یې ونیول شي.

عبدالرؤف ابراهیمي.

نوموړي زیاته کړه:

"ترورېزم په بېلابېلو عنوانونو او د قطب بندۍ په ملاتړ د تېر په پرتله د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو پر وړاندې تازه اندېښنې راولاړې کړې، راتلونکی کال به امنیتي ځواکونو ته له ازمیښت ډک کال وي اړتیا لیدل کېږي چې د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا او تجهیز لپاره نوې ستراتیژۍ رامنځته شي."

ښاغلي ابراهیمي تمه وښوده چې ملي شورا په نوې تقنیني دوره کې وتوانېږي چې د خلکو او هېواد ستونزو ته رسیدنه وکړي او حکومت دې هم په دې برخه کې جدي عمل وکړي.

که څه هم افغان ولسمشر یوازې داعش او ځیني وسله‌وال طالبان د افغانستان د خلکو دښمنان وبلل، خو د چارو کارپوه ناصر شفیق وايي چې د ولسمشر اشاره په څرګند ډول پاکستان ته وه چې تر اوسه‌یې د دغو ډلو له ملاتړ څخه لاس نه‌دی اخیستی.

راپور: رحمت‌الله افغان

Your browser doesn’t support HTML5

غني: د دوست او دښمن تعریف روښانه شوی او ستونزې یو طرفه شوي