د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې وروسته تر دې خپل کارونه وځنډول چې د دې نړیوالې مؤسسې شپږ کارکوونکي ووژل شول.

د جوزجان له مرکزه نېږدې ۶۰ کېلو متره لیرې د قوش‌تپې ولسوالۍ ته نېږدې د چهار شنبې په ورځ د سره صلیب شپږ افغان کارکوونکي وسله‎والو له موټره ښکته کړل او ځای پر ځای یې وویشتل.

تر دې پېښې وروسته پرون ناوخته د سره صلیب د عملیاتي برخې مشر ډامینیک سټیلهارټ روېټرژ اژانس ته د خبرو په وخت په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ځنډېدو اعلان وکړ.

ښاغلي سټیلهارټ وویل:

"بشري مرستو ته ډېره زیاته اړتیا شته، موږ یو له څو نړیوالو سازمانونو څخه یو چې په دې هېواد کې خپل حضور ته ادامه ورکوو نو پرته له څه شکه چې موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو چې خپلې بشري مرستې هلته خوندي کړو، خو لکه څرنګه چې مو وویل، زموږ فعالیتونه ځنډول شوي دي، ځکه چې موږ دې ته اړتیا لرو چې پوه شو چې په دقیق ډول څه پېښ شوي دي تر څو چې بیا خپلې هڅې پیلوو."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل یوه ټویټ پیغام کې دغه پېښه غندلې ده.

د جوزجان چارواکي وایي چې د سره صلیب شپږ واړه کارکوونکي داعش وژلي او د سره صلیب دوه افغان کارکوونکي داعشیانو له ځانونو سره بیولي دي.

والي: داعشیانو د جوزجان قوش‌تپه کې د سره صلیب ۶ کارکوونکي وژلي

سور صلیب له نېږدې ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې هڅې کوي.

د افغانستان لپاره په بشري چارو کې د همغږۍ ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان د سره صلیب د شپږو کارکوونکو د وژلو پېښه غندلې ده.

د افغانستان لپاره په بشري چارو کې همغږي کوونکی او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن

د افغانستان لپاره په بشري چارو کې همغږي کوونکی او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن په یوې اعلامیه کې وویل چې دغه پېښه ښیي چې ټولې ښکېلې خواوې باید د نړیوال بشر دوستانه قانون درناوی وکړي څو د ملکیانو حقونه او ژوند وژغورل شي، همداراز مرسته ورکوونکو ته هم په کاري سیمه کې خوندي چاپېریال برابر شي.

په قوش‌تپې ولسوالۍ کې د سره صلیب د دوو هغو کارکوونکو په اړه چې وسله‎والو له ځانونو سره بیولي دي د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي وویل چې د سپین‎ږیږو په منځګړیتوب هڅې کوي چې دا کسان راخوشې شي.

نوموړي وویل:

"سیمه معلومه ده، هلته داعشیان او د مخالفو وسله‎والو ډله ده. موږ تر اوسه د هغو دوو تنو د موندلو پلټنه کوو چې تري تم دي، هڅه مو دا ده چې د سپین‎ږېرو په منځګړیتوب دا کسان راخوشې شي که داسې ونه‎شو موږ هلته د عملیاتو پلان لرو څو زموږ هغه دوه تنه چې له دوی سره دي هغوی وژغورو."

د سره صلیب یو اسپانوی کارکوونکی تېره میاشت له وسله‎والو خوشې شو، دا کارکوونکی د ډسمبر په ۱۹مه د کندز-مزارشریف تر منځ پر لاره وتښتول شو او تر یوې میاشتې ډېره موده له وسله‎والو سره وو، هغه وخت د سره صلیب یو افغان کارکوونکی هم وسله‎والو ونیو خو دستي یې بېرته خوشې کړ.

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز د سره صلیب دفتر تښتول شوی رئیس خوشې شو