یوناما: په ۲۰۱۶ کال افغانستان کې ۳ نیم زره ملکیان وژل شوي

ملګري ملتونه وايي، په تېر میلادي کال کې نېږدې یوولس نیم زره ملکي افغانانو ته تلفات اوښتي چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله درې فیصده ډېروالی ښيي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه هیئت وايي چې د زرګونه افغانانو دغه مرګ ژوبله خورا بوږنوونکې ده.

ملګرو ملتونو نن دوشنبه په دې اړه خپل خپور کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې دا اندازه د ۲۰۰۹ کال په پرتله تر ټولو لوړ ارقام او د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله درې فیصده زیاتوالی ښيي.

د کابل دارالامان سیمه کې د انتحاري حملې یو ملکي قرباني.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی تېر میلادي کال ۱۱۴۱۸ د جګړې اړوند تلفات ثبت کړي دي.

هغه وايي چې له دې شمېرې درې نیم زره ملکي کسان وژل شوي او نېږدې اته زره نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو.

نوموړي زیاته کړه:

"یوناما په ۲۰۱۶ کال کې د ملکي تلفاتو ۱۱۴۱۸ شمېره ثبت کړې ده چې په ټوله کې د وړم کال په پرتله ۳ سلنه ډېروالی ښيي زه د تلفاتو ډېرېدو اندېښمن کړی یم په تېره بیا د ماشومانو مرګ ژوبلې او دا چې ژوند یې خراب شوی دی."

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې د افغان دولت او دولت ضد عناصرو تر منځ د اوسېدو په سیمو کې ځمکنۍ جګړې، چاودېدونکي توکي، انتحاري او ډله‌ییز بریدونه، هدفي او قصدي وژنې د د دغو ملکي تلفاتو عمده لاملونه دي.

په همدې حال کې راپور وايي چې هوايي بریدونه چې د افغان او نړیوالو ځواکونو له‌خوا تر سره شوي د وړم کال په پرتله تېر کال دوه برابره زیات و او ۵۹۰ کسان‌یې وژلي او ټپي کړي دي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د ۲۰۰۹ کال راهیسې په منظم ډول ملکي تلفات ثبتوي چې د هر کال په تېرېدو په‌کې زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما د ۲۰۰۹ کال په راپور کې د ملکي تلفاتو ټوله شمېره نېږدې شپږ زره کسان یاد شوي دي.

له دې سره د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشره دانیل بل وايي چې د ملکي تلفاتو تر څنګ په ۲۰۱۶ کال کې بشري سرغړونې هم هغه څه دي چې اندېښنې یې راپارولې دي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشره دانیل بل

نوموړې زیاته کړه:

"د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې ورهاخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې قضیې ثبت شوي چې د عدلي موازي جوړښتونو څخه بیان کوي د ښځو په وړاندې په عام محضر کې د اعدام په شمول لس قضیې ثبت شوي، د تعلیمي مرکزونو څخه د نظامي مقاصدو لپاره استفاده په همدې ډول رسنیو ته ګواښونه او حتی د ژوند د حق په اړه اندېښنې بیان شوي چې خلک په عمدي ډول وژل کېږي."

د دغه راپور د خپرېدو سره افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو خپل غبرګونونه ښودلي دي.

رسنیو ته په لېږلې یوه اعلامیه کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دوی د ملکي تلفاتو په اړه خورا حساس دي نو ځکه دا راپور نیمګړی بولي او ردوي یې.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي وايي چې د ملکي تلفاتو شمېره د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا په ګڼ مېشته ځایونو کې د حملو له امله ده ولې افغان ځواکونه د خپلو عملیاتو په وخت کې اختیاط کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ښاغلی یاماموتو وايي چې د جګړې د ښکېلو خواوو په سمه پاملرنه د ملکي تلفاتو مخنیوی کېدای شي او په دې برخه کې باید ټولې خواوې خپلې ژمنې عملي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ