د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

یوناما ماشومانو ته د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندیښنه ښکاره کړې


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ماشومانو ته د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندیښنه ښکاره کړې ده.

په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو په ترڅ کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په نوي راپورکې ویل شوي چې تېر۲۰۱۶میلادي کال د مخکیني ۲۰۱۵میلادي کال په نسبت ماشومانو ته په مرګ ژوبله کې په سلو کې ۲۴ زیاتوالی راغلي.

په دې مانا چې تېرکال ۹۲۳ ماشومان وژل شوی او ۳۵۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د ماشومانو د حقونو د برخې له مسؤل نجیب ببرک زي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي چې د افغانستان د حکومت او نړیوالو ځواکونو له ژمنو سره سره چې په جګړو کې د ملکیانو د خوندي توب لپاره کړي بیا هم د ملکي تلفاتو په تیره بیا د ماشومانو شمېر زیات شوی ولې دغه د مخنیوي هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG